د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې وسلواله نښته کې ۳ پوځيان او ۷ وسلوال وژل شوي


د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې وړاندې هم پر پوليسو او نورو امنيتي سرتېرو بريدونه شوي دي ــ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې وړاندې هم پر پوليسو او نورو امنيتي سرتېرو بريدونه شوي دي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ويلي چې د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې يې له وسلوالو سره په نښته کې درې سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ يو چارواکی، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم د ښوولو په شرط نن (د اپرېل پر ۲۸مه) مشال راډيو ته ادعا وکړه چې تېره شپه يې د نښتې پر مهال اووه وسلوال هم وژلي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه (د اپرېل پر ۲۷مه) وسلوالو د لکي مروت پر پوسټ ګرېجوېټ کالج، چیرې چې د سرحدي ځواک او پوځ کېمپ جوړ دي، بريد وکړ. د ځايي خلکو په وینا، پر دې مهال د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه تر ډېره اورېدل کېدل.

تر دې وړاندې پوځ او پولیسو په لکي مروت کې ګډ عملیات کړي وا او دعوه یې کړې وه چې له هغه ځایه یې وسلوال پر شا تمبولي دي.

د "تحریک جهاد" په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسلوالې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په لکي مروت کې د برید ذمه واري منلې ده.

همدغې ډلې په سوات کې د پوليسو په مرکز کې د شويو چاودنو ذمه واري هم منلې وه. د اپرېل پر ۲۴مه د سوات په کبل کې د ترهګرۍ مخنيوي پوليسو پر تاڼه په شويو چاودنو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۷ ژوبل شوي ول. پوليس وايي هغه چاودنې د بجلۍ د شارټ سرکټ له وجې شوي او وروسته هلته موجود بارود چاودېدلي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې له هغه وروسته زياتې شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر مياشت کې ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ژوبل شوي ول. په لومړي سر کې د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې خو د سربکف مومند په نوم یو تن چې ځان د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې يو قوماندان ښيي، پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي وو چې برید دوی کړی دی. البته تحریک طالبان پاکستان مرکزي ډلې له هغې حملې سره لاتعلقي اعلان کړې وه.

د هغو بریدونو په غبرګون کې سیاستوالانو، فعالانو او ځايي مشرانو لاریونونه او احتجانونه کړي او له حکومته يې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې.

د دې احتجاجونو مشران تور پورې کوي چې د پاکستان ریاستي ادارو "د یو پلان له مخې يې د پښتنو په سیمو کې د وسلوالو پر فعالیتونو "سترګې پټې" کړې دي.

خو د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومتونو تل داسې تورونه رد کړي‌ او ویلي یې دي‌ چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي.

بل خوا د پاکستان پوځ دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډيره قرباني ورکړې او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي. د پاکستان پوځ او حکومت د اپرېل پر اوومه د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي.

د اپرېل پر ۲۵مه د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چودري په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ويلي وو چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د ترهګرو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې ۱،۳۷۸ مشکوک وسلوال پکې نيول شوي او ۱۵۷ وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه، پر دې مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل شوي دي.

د چودري په وينا، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې د مشکوکو وسلوالو پرضد هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG