د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اقبال مومند او نورو پوليس سرتېرو د وژنې پرضد پېښور کې مظاهره شوې


د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۳۰مه ماښام مهال لسګونه مدني فعالانو د پوليس سرتېرو د وژنې پرضد د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه
د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۳۰مه ماښام مهال لسګونه مدني فعالانو د پوليس سرتېرو د وژنې پرضد د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه

په پېښور کې د یوشمېر ډلو مشرانو، غړو او فعالانو په لکي مروت کې پر پولیسو په بریدونو کې د یوه افسر په ګډون د څلورو سرتېرو د وژنې او د شپږو د ژوبلېدو پرضد مظاهره کړې ده.

د پېښور ولسي پاڅون په نوم د مظاهرې ګډونوالو تېر ماښام (د مارچ پر ۳۰مه) د پولیس افسر او نوميالي پښتو شاعر اقبال مومند او درو نورو سرتېرو وژنه وغندله.

دوی په خپلو ویناګانو کې تور پورې کړ چې په سم ډول د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نېشنل اېکشن پلان) نه عملي کېدو له کبله په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې ده.

د "پېښور ولسي پاڅون" تنظيموونکي او مدني فعال حيات روغاني د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي غونډې ته په وینا کې وويل چې پارلېمان دې "خودمختاره" شي او د هغو کسانو "احتساب" دې وشي چې وسلوال يې "بيا ځای پر ځای کړي" دي.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د ترهګرۍ پر ضد د نېشنل اېکشن پلان په نامه د ترهکرۍ پرضد ملي تګلاره اعلان کړې وه.

د پېښور ولسي پاڅون یوه فعال فطرت یوسفزي پر دې مهال وویل، ولس له پولیسو سره ولاړ دی. "دا نن چې موږ او تاسو راغونډ شوي یو، دا د دې خبرې ګواهي ده چې موږ د خاورې ملکیت لرو. موږ پر دې خاورې خپل اهلیت ښییو چې دا خاوره زموږ ده [او] موږ به راځو له خپلو پولیسو سره به درېږو، دا پولیس زموږ دي."

مظاهرچیانو پر حکومت غږ وکړ چې د ناامنۍ مخنیوي لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د احتجاجیانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د مواصلاتي چارو صوبايي وزیر محمد علي شاه پرون (د مارچ پر ۳۰مه) مشال راډیو ته وویل، حکومت د ناامنۍ مخنیوي ته ژمن دی خو د دې کار په بشپړولو کې وخت ته اړتیا ده.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونه او پولیس وايي، په لکي مروت کې یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مارچ ۳۰مې د هغې بمي حملې ذمه واري منلې چې د اقبال مومند په ګډون څلور پوليس سرتېري پکې وژل شوي ول.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز په وروستيو مياشتو کې د افغان طالبانو په مرسته د کالعدم وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) سره خبرې پيل کړې وې. دواړه خواوې د ۲۰۲۲ز کال د جون له لومړۍ نېټې په اوربند سلا شوي وو.

خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر مياشت کې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسيد په يوه بیان کې وويل چې خپلو وسلوالو ته یې امر کړی چې په پاکستان کې دې حملې بیا پيل کړي. د هغه په وينا، د دې وجه په مذاکراتو کې د پاکستاني پوځ له خوا د شويو وعدو نه عملي کول دي. هغې ناقانونه ډلې له هغه وخت راهیسې بریدونو ته زور ورکړ.

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي د څرګندونو په اړه څه نه ول ويلي، البته حکومت او پوځ دواړو د وسلوالو پرضد د عملیاتو د دوام خبره تکرار کړې وه او په وروستیو کې یې په عملیاتو کې د ټي ټي پي د یوشمېر وسلوالو وژنې دعوې هم کړې دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG