د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو پر مهال د انټرنېټ تړلو د خلکو ژوند ګران کړی


په تېرو کلونو کې د جنوبي وزیرستان د واڼه په ګډون په یوشمېر سیمو کې د انټرنېټ تړلو ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې د جنوبي وزیرستان د واڼه په ګډون په یوشمېر سیمو کې د انټرنېټ تړلو ضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د درو جنوبي ضلعو اوسېدونکي وايي، په سيمو کې يې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ خدماتو تړل کېدو له کبله ورځنۍ چارې اغزمنې شوې دي.

چارواکي د انټرنېټ تړل کېدو له وجې د خلکو مشکلات مني خو وايي، دا کار د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره اړین دی.

هلته شنونکي د انټرنېټ بندول د بنيادي بشري حقونو خلاف مل بولي.

خو دا یوازې شمالي او جنوبي وزیرستانونه او لکي مروت نه دي بلکې په نورو قبایلي ضلعو کې هم وخت په وخت د عملیاتو پر مهال انټرنېټ تړل کېږي.

په وروستیو کې په لکي مروت کې د وسلوالو ضد د عملیاتو پر مهال هم موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل شوی وو.

د لکي مروت يو اوسېدونکي شاکر بېټني د فبرورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل، په سيمه کې يې موبايل ټېلېفون او انټرنېټ تر شاوخوا دوو اوونیو بند وو چې د فبرورۍ پر اوومه شپې مهال بحال شو.

بېټنی چې په يوه ځايي اېف اېم راډيو کې وياند دی، د فبرورۍ پر اتمه یې له مشال راډیو سره په خبرو کې زياته کړه چې د سيمې خلک د انټرنېټ بحالېدو ته خوشاله دي، خو د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر اقداماتو سربېره، د امنیت په اړه ډاډمن نه دي. "خلکو ته ډېر زيات تکليف وو، خو شکر چې انټرنېټ مو دوه هفتې پس بحال شو. پر خلکو سم اختر وو، يو بل ته يې مبارکۍ ورکولې. امنيتي ادارو زموږ په سيمه کې د عملياتو له وجې موبايل ټېلېفون او انټرنېټ تړلی وو. دې کار د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کړی وو. د لکي مروت مالداره او تعليم يافته خلکو پېښور او اسلام اباد ته کډې کول پيل کړې دي. تر عملياتو مخکې او اوس هم، خلک تر ماښام وروسته له کورونو بهر نه شي وتلای. غلاوې زياتې شوې دي او خلک زښت په تنګ دي."

داسې وبوله چې موږ په توره شپه يا تور ځنګل کې ژوند کوو
جمال مالیار

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د فبرورۍ پر اتمه په یوه خبرپاڼه کې د لکي مروت په عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا وکړه.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې عملیات "پوځ او پولیسو په شریکه" کړي دي.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د موبایل انټرنېټ تړلو یې ورځنۍ چارې اغېزمنې کړې وې.

دوی وايي، په سیمه کې د عملیاتو له کبله انټرنېټ د جنورۍ له وروستۍ اوونۍ راهیسې تړلی وو چې له کبله یې خلکو د موبایل ټېلېفون له لارې تنخاګانې پر وخت ترلاسه نه کړای شوې.

دوی داراز زیاته کړه چې د انټرنېټ نه شتون له کبله د سیمې یوشمېر زده کوونکي له انلاین امتحانونو پاتې شول.

خو د پولیسو ویاند شاهد حمید زیاتوي چې موبایل انټرنېټ د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته بحال شوی دی.

بلخوا په جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ جمال ماليار هم د هغې ضلعې په اکثرو ځايونو کې د انټرنېټ د بندښت ستونزه يادوي او وايي چې پر بيا بيا احتجاجونو سربېره یې دا مسله حل نه شوه. "د ضلعې په اکثره سيمو کې مو انټرنېټ له سره شته نه. بيا چې کله د ناامنۍ کومه پېښه وشي نو دوی د [پاکستان تېلېفوني خدماتو ادارې یا] پي ټي سي اېل د سېګنل ترڅنګ د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ شبکې هم وتړي. داسې وبوله چې موږ په توره شپه يا تور ځنګل کې ژوند کوو. موږ وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي. حکومتي چارواکي وعدې وکړي خو پوره کوي يې نه. موږ ته وايي چې تخنيکي مسله ده او ژر به حل شي، خو موږ پوهېږو چې امنيتي او حکومتي ادارې زموږ د ستونزو په حلولو کې مخلصه نه دي."

د شمالي وزيرستان يو خبريال رسول داوړ بيا وايي چې که له يوې خوا د سيمې خلک د ناامنۍ پېښو پرېشانه کړي نو له بلې خوا ورباندې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ خدماتو بندېدو یې ژوند ګران کړی دی. "د انټرنېټ بندښت د سيمې زده کوونکو او کاروباري خلکو ته مشکلات زېږوي. زما په څېر خبريالان هم له دې مسلې کړېږي. ځکه موږ نه شو کولای پر وخت رپورټونه جوړ او خپلو ادارو ته ولېږدوو. ځايي خلکو وخت په وخت احتجاجونه کړي، خو غږ یې څوک نه اوري."

په سيمه کې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ د بندښت موضوع مو د فبرورۍ پر اتمه د ميرلي له انتظامي مشر صادق علي مخې ته کېښوده. هغه وويل چې انتظاميه د انټرنېټ نشتوالي له وجې د ځايي خلکو له ستونزو خبره ده او هڅه کوي چې انټرنېټ ته د عامه لاسرسۍ بديلي لارې چارې برابر کړي. "انټرنېټ په داسې يوه سيمه کې په عارضي توګه تړل کېږي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس پکې پوليس او پوځ ګډ عمليات کوي. موږ قانون عملي کوونکو او نورو اړونده ادارو ته وايو چې د يوې سيمې تر امن کېدو وروسته هلته په فوري توګه انټرنېټ بحال کړي. موږ پوهېږو چې د سيمې سکولونه، کالجونه، هسپتالونه او کاروبارونه له انترنېټ پرته نه شي چلېدای. په ځينو سيمو کې خلکو د دې لپاره چې پر حکومت د انټرنېټ بحالولو لپاره فشار واچوي، خپلو ماشومانو ته له پوليو واکسينو ورکولو انکار کړی دی. په شمالي وزيرستان کې اوس هم فور جي انټرنېټ بند دی. خلک له خپل پي ټي سي ايل ټېلېفون سره د نينو بيمز په نوم يوه اله وصلوي او په هغه توګه انټرنېټ ته لاسرسی پيدا کوي. انتظاميه د خلکو د دې اييني حق ملاتړې ده چې هغوی بايد انټرنېټ ولري."

دا چې د وسلوالو پرضد د پوځي عملياتو په سيمه کې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ تړل ولې ضروري دي او دا هم چې دا اقدام د عملياتو له کاميابۍ سره څومره مرسته کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په اسلام اباد کې خبريال او د چارو شنونکی افتخار فردوس وايي، په يوه جنګي سيمه کې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ بندول د امنيتي ځواکونو له لوري د جګړې د يوه عمده تاکتیک په توګه کارول کېږي.

نوموړی په عين وخت کې مني چې په دې توګه عام ولس له دې دواړو خدماتو محرومول د بنيادي بشري حقونو خلاف يو عمل دی.

"نن سبا ترهګرې ډلې اکثره وخت د [انټرنېټ له لارې د چلېدونکو الو] او يا هم ټېلېفون په وسيله بمي چاودنې کوي. امنيتي ځواکونه پر خپلو ګاډو [د انټرنېټي څپو بندولو الې] لګوي خو چې کله په يوه سيمه کې د لوی کچې عمليات کوي نو هلته د فون سېګنل هم بندوي. د فون او انټرنېټ تړل کېدو له وجې خلکو ته ستونزې جوړېږي، ځکه نن سبا ژوند له دې دوو شيانو پرته نيمګړی دی. پر نړيوال کچ هم که وګورو نو پر خلکو د فون او انټرنېټ تړل د هغوی د بشري حقونو ضد يو عمل ګڼل کېږي. خو په ځينو سيمو کې د ترهګرۍ د زور ماتولو لپاره دا رقم اقدامات اړين بلل کېږي."

د ۲۰۲۲ز په اوړي کې په سوات کې د وسلوالو د بېرته فعالېدو رپورټونو تر خپرېدو وروسته د دې ضلعې انتظاميې هم په درو تحصيلونو، مټې، کبل او خوازه خېله کې د شاوخوا يوې مياشت لپاره انټرنېټ تړلی وو.

په شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې خلکو په تېرو وختونو کې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ بندښت پرضد یوشمېر ځلې احتجاجي مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG