د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت او جانخېلو خلک د انټرنېټ بحالۍ غوښتنه کوي


په جانخېلو کې تر دې وړاندې هم خلکو د انټرنیټ د بحالۍ لپاره مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور
په جانخېلو کې تر دې وړاندې هم خلکو د انټرنیټ د بحالۍ لپاره مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني خېلو او په لکي مروت کې خلک هلته پر انټرنیټ د لګول شوي بندیز څخه شکایت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ځواکونو لخوا په سیمه کې د وسلوالو پر ضد ځانګړي عملیات دوام لري.

د سیمی استوګن وایي، په لومړیو کې هلته موبایل ټلیفوني شبکې هم تړل شوې وې خو وروسته بیا فعالې شوې خو انټرنیټ لا هم کار نه کوي چې له وجې یې دوی له ځینو اسانتیاوو بې برخې دي.

د لکي مروت د بېټنو سیمې یو اوسیدونکي شاکر بېټني د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د انټرنیټ بندیز د سیمی خلک او په تېره بیا زده کوونکي او کاروباریان له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه زیاته کړه:''نزدې ۲۰ ورځې موبایل سرویس هم بند وو، بیا بحال شو، اوس د انټرنیټ د بندېدو له وجې له مساپرو سره رابطه نه کیږی، د ایزي پیسه او نورو لارو خلک یو بل ته پیسې هم نشي استولی. د نړۍ له حالاتو هم د سیمی خلک بیخي نه خبریږي.''

هلته بیا د بنو جانيخېلو خلک هم پر انټرنیټ له بندیزه سر ټکوي. دوی وایي، په سیمه کې د امنیت په موخه یې وار پر وار جرګې او احتجاجي مظاهرې کړي خو که په سیمه کې بیا هم څه ډول عملیات کیږي نو زور یې عادي خلکو ته رسیږي.

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې وخت په وخت خلک هلته پر انټرنیټ په لګول شویو اوږدو بندیزونو شکایتونه کوي. په شمالي وزیرستان، باجوړ، خیبر، کورمه او ځینو نورو ضلعو کې هم تر دې وړاندې د انټرنیټ د نه شتون یا په دې د بندیز او یا هم د انټرنیټ د ۳جي او ۴جي د بحالولو لپاره مظاهرې شوي دي چې له دې وروستو هلته انټرنیټ بحال شوی دی.

د جانيخېلو استوګن لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې انتظامي چارواکو ورته د جرګو پر مهال باور ورکړی چې انټرنیټ به بحال کړي خو لا هم دوی له تېرې خواوشا یوې میاشتې راهیسې له انټرنیټه بې برخې دي.

بلخوا د بنو ضلعې انتظامي او امنیتي چارواکي وایي، د انټرنیټ د بحالۍ ستونزه به زر حل کړي. د سیمې یو انتظامي او یو امنیتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې د امنیتي وجوهاتو له کبله واخیستل شي، د مارچ پر ۱۷مه مشال رېډیو ته وویل، په سیمه کې د وسلوالو ضد عملیات دوام لري چې له امله یې دوی وخت پر وخت انټرنیټي سرویس بندوي، دوی وویل، اوس په ځینو ځایونو کې انټرنیټ بحال شوی او هغه ځایونه چې انټرنیټ پکې نشته، زر به یې ولري.

په دې ورستیو کې د بنو جانیخېلو، لکي مروت او ورسره نزدې شمالي وزیرستان او خواوشا سیمو کې د امنیت وضعه خرابه شوې ده او پر پولیسو او پر نورو امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د فبرورۍ په ورستیو کې په لکي مروت کې په بمي چاودنه کې څلور پولیس والا ژوبل شوي ول. همدا راز په بنو، بکاخېل، جانیخېل او د شمالي وزیرستان په بېلا برخو کې وخت پر وخت د نا امنۍ پېښې شوي چې پکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ عادي خلکو ته هم مرګ ژوبل اوښتې ده.

امنیتي چارواکي وایي د ناامنۍ ورستیو پېښو ته په کتو په سیمه کې د وسلوالو ضد ځانګړي عملیات روان دي چې تر ختمیدا او بشپړ امنیت وروسته به په ټولو سیمو کې انټرنیټي اسانتیاوې فعالې شي.

XS
SM
MD
LG