د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې تر ټولو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي دي


 د ۲۰۲۳ز کال جنورۍ پر ۳۰مه نېټه په پېښور کې د پولیس لاين پر جومات حمله کې د وژل شويو پولیس سرتېرو تابوتونه پراته دي.
د ۲۰۲۳ز کال جنورۍ پر ۳۰مه نېټه په پېښور کې د پولیس لاين پر جومات حمله کې د وژل شويو پولیس سرتېرو تابوتونه پراته دي.

په پاکستان کې د امنیت په اړه یو څېړنیز مرکز وايي، په دې وروستیو کې د هغه ملک د نورو برخو په پرتله په خیبر پښتونخوا کې پر امنيتي سرتېرو بریدونه زیات شوي دي.

په اسلام اباد کې د امنيتي مطالعاتو او څيړنې مرکز يا سینټر فار ریسرچ اېنډ سیکيوریټي سټډیز په نامه څړنیزه اداره په پاکستان کې د امنیت په اړونده معلومات ټولوي. دې ادارې د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته په استولي راپور کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په وسلوال بریدونو او د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې لږترلږه ۸۵۴کسانو ته مرګژوبله اوړيدلې ده. دا په ۲۰۲۲ز کال کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې د نیمایي هومره ده.

د راپور ترمخه له جنورۍ تر مارچ میاشتې په ۲۱۹ وسلوال بریدونو او د وسلوالو ضد عملیاتو کې ۳۵۸ کسان وژل شوي او ۴۹۶ نور ژوبل شوي دي. په دې کې ۶۸ فیصده مرګ ژوبله په خیبر پښتونخوا کې شوې.

د انتظامیې ډېر پام سیاسي مسایلو ته دی، امنيت ته نه دی ځکه ناامني زیاته شوې ده.
ضياالرحمن

دې ادارې ويلي‌چې تحريک طالبان پاکستان لږ تر لږه ۲۲ بریدونه کړي دي. خو دا ډله چې په خیبر پښتونخوا کې د اکثرو بریدونه ذمه واري اخلي، د ډېرو بریدونو ادعا لري. دې ډلې هره مياشت رسنيو ته په ليږلو شمېرو کې ويلي‌ چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړيو دريو مياشتو کې یې په پاکستان کې پر پوځيانو، پولیسو او جاسوسي ادارو یې ۱۱۴ بریدونه کړي دي چې پکې ۱۸۱ کسان وژل شوي او ۲۰۸ زخميان شوي دي. ډېری دا حملې په خیبر پښتونخوا کې شوې. ځيني یې په بلوچستان کې دي.

د دې مرکز مشر امتیاز ګل د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل په خیبر پښتونخوا کې زیاتره بریدونه پر امنیتي سرتېرو شوي دي. ''په خیبر پښتونخوا کې د فعالو وسلوالو ډلو لکه داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان د حملو تمرکز پر پولیسو او پوځي سرتېرو نښه کولو ته دی. د دوی مقصد امنیتي ادارې کمزورې کول او د فشار لاندې راوستل دي.''

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۵مه د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل يو راپور کې ويلي ول چې د روان کال په لومړيو دریو میاشتو کې په وسلوال بریدونو کې ۱۲۷ پولیس سرتېري وژل شوي دي. په دغو کې زیاتره په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د لسیزو راهيسې امنيتي ادارې د وسلوالو ضد په عملیاتو بوختې دي. پوځ وخت په وخت ادعا کړې چې د ترهګرۍ ملا یې ماته کړې ده نو بیا ولې امنيت نه سمیږي؟ د خيبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر سید اختر علي شاه د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې امنیتي ادارې باید جامع کړنلاره جوړه کړي.

هغه زیاتوي: "د ترهګرۍ ضد امنيتي ادارو سره د وسلوالو بشپړ معلومات شته دی. ادارو ته معلومه ده چې د وسلوالو مرکزي او مقامي مشران څوک دي، څنګه ځوانان د ځان سره ملګري کوي، دوي يو بل سره څنګه او د چا په ذریعه رابطې کوي... که امنيتي ادارې د دغو معلوماتو په بنیاد د عملیاتو پلان جوړ کړي نو خپل هدف ته به ورسیږي.''

امنيتي ادارو سره د وسلوالو بشپړ معلومات شته. د دې معلوماتو په رڼا کې دې د ترهګرۍ ضد پالیسي جوړه کړي.
سید اختر علي شاه

د امنيتي مطالعاتو او څيړنې مرکز د راپور تر مخه که څه هم د امنيتي سرتېرو د وژنې شمیره د تېر کال د لومړيو دریو مياشتو په نسبت سږکال په همدومره موده کې زیاته ده خو د تېر په پرتله سږکال د ولسي وګړو په وژنه کې کمی راغلی دی.

په کراچۍ کې څيړونکی خبریال ضیا الرحمان وايي، په پاکستان کې د وروستي سیاسي او اييني کړکيچ له امله د انتظاميې مشرانو پام امنيت برابرولو ته نه دی.

هغه زیاتوي: "د موجوده حکومت ټول پام دغو سیاسي حالاتو ته دی. حکومت امينتي ګواښونه سنجیده نه اخلي. موږ ګورو چې د خيبر پښتونخوا تر څنګ په بلوچستان کې هم حملې زیاتې شوې دي."

د پاکستان پوځ او حکومت د اپریل پر ۱۴مه د قامي سلامتۍ د کميټې په غونډه کې ويلي ول چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي. تر دې غونډې يوه ورځ مخکې، په پارلېمان کې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان استازو او ځینو نورو د خبرو پر مهال د پوځي عملیاتو پر حکومتي پلان نیوکې کړې وي او اندېښنې یې څرګندې کړې وي. دوی غوښتنه کړې وه چې باید لومړی له هغو پوځي چارواکو سره احتساب وشي د چا د پریکړو له کبله چې ترهګري ډیره شوې ده.

XS
SM
MD
LG