د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند پر سياسي او امنيتي حالاتو د بحث لپاره ټولګونديزه غونډه اعلان کړې


د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان په يوه غونډه کې وينا کوي- انځور له ارشيفه
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان په يوه غونډه کې وينا کوي- انځور له ارشيفه

عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې د مې میاشتې پر درېيمه نېټه به په اسلام اباد کې ټولګونديزه غونډه کوي.

د دې ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر ايمل ولي خان د اپرېل پر ۱۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې په دې غونډه کې به د عدلیې پر کردار، ممکنه پوځي عملياتو، ناامنۍ او خرابو اقتصادي حالاتو بحث کېږي.

ايمل ولي خان وويل چې د دې ټولګوندیزې غونډې لپاره به د پاکستان بېلابېلو سیاسي ګوندونو، څېړونکو او کارپوهانو ته بلنې استوي.

هغه زیاته کړه: "له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې، له وسلوالو سره حکومتي مذاکرات شوي دي. مذاکرات هم بدنامه دي او عمليات هم. اوس که بیا د عملياتو خبره کېږي، هغه که غټ وي او که هدفي، پښتون قام یې نه مني. زما په نظر خو بايد د ترهګرو لپاره اسانۍ پيدا کوونکو سره حساب کتاب وشي. موږ د مې پر درېيمه نېټه په ټولګونديزه غونډه کې پر دې او نورو مسایلو خبرې کوو."

عوامي نېشنل ګوند د پاکستان تحريک انصاف پر تېر حکومت نيوکې کوي چې باید د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې سره یې مذاکرات نه وای کړي. ايمل ولي‌خان د روان کال په فبرورۍ کې بیان ورکړی وو چې د هغو مذاکراتو کوونکو پر ضد به په عدالت کې مقدمه کوي، خو تر اوسه یې دا مقدمه نه ده کړې.

د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان څو ځلې خپل دا دريځ تکرار کړی چې وسلوالو سره خبرې کولی شي امن راولي. هغه په بیا بیا ويلي چې جګړه نه بلکې مذاکرات د مسلې حل دی.

په ۲۰۲۱ز کال کې د هغه د حکومت پر وخت د هغه مهال د پوځ د مشرتابه په سلا د ناقانونه او ترهګرې اعلان شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پيل کړې وې.

په کابل کې شوي دا مذاکرات د افغان طالبانو د حکومت په منځګړتوب په څو پړاوونو کې پر مخ ولاړل او ځينو سیاسي او قبایلي مشرانو هم پکې ګډون درلود. په نتیجه کې یې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمينځ اوربند وشو.

خو دې ډلې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه اعلان وکړ چې "خپلې دفاعي حملې بیا پيلوي". ټي ټي پي دليل راوړی وو او ادعا یې کړه وه پاکستانیو ځواکونو یې پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی نو ځکه ډزبندي ختموي. د خیبر پښتونخوا پولیسو منلې وه چې د هغو مذاکراتو له امله وسلوالو بیا ځان منظم کړی او جديدې وسلې یې لاس ته راوړي نو ځکه یې بریدونه ډېر شوي دي.

د پاکستان اوسني ایتلافي حکومت، وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اپرېل پر اوومه د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د وسلوالو پر ضد به عمليات کېږي. د دې عملياتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي. د ملي امنیت کمېټۍ دا غونډه په داسي حال کې شوې وه چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG