د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت: ۲ جلا، جلا بریدونو کې د افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي، ۶ ژوبل


په لکي مروت کې پولیس او نورو امنیتي ادارو کارکوونکي د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې پر تاڼه په برید کې د وژل شویو سرتېرو جنازې مراسمو پر مهال.
په لکي مروت کې پولیس او نورو امنیتي ادارو کارکوونکي د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې پر تاڼه په برید کې د وژل شویو سرتېرو جنازې مراسمو پر مهال.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پر تاڼه په وسلوال برید او د سړک تر غاړې بم په چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید خان مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۳۰مه شپې یوه بجه وسلوالو پر صدر تاڼې حمله وکړه چې پکې پینځه سرتېري ژوبل شول.

دی وايي، د لکي مروت د پولیسو ډېپټي سوپرېنټېنډنټ (ډي اېس پي) اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان وو چې ګاډی یې د سړک تر غاړې ښخ بمي برید ښکار شو.

د خان په خبره، په هغه حمله کې د مومند په ګډون څلور پولیس ووژل شول او یو سرتېری ژوبل شو.

دی زیاتوي چې د وسلوالو لټون روان دی او دا چې په لکي مروت کې له مودې راهیسې د وسلوالو پر ضد عملیات روان دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د پولیسو ګاډی له پیروالا موړ سره نېږدې د چاودنې ښکار شو.

تر اوسه پر صدر تاڼې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو تحریک طالبان پاکستان د پولیسو پر ګاډي د بمي برید مسوولیت منلی دی.

د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر دفتر د مارچ پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې د لکي مروت په پېښه کې د وژل شویو پولیسو جنازه شوې ده چې ورته یوشمېر لوړپوړي پولیس او امنیتي افسران او چارواکي ورغلي ول.

د لکي مروت د اوسېدونکو غبرګون؟

د لکي مروت اوسېدونکو وايي چې په سيمه کې يې د ناامني پېښې ورځ تر بله زیاتېږي. د دې ښار يوه مدني فعال نديم عکسر مدني فعال نديم عسکر د مارچ پر۳۰مه مشال راډیو ته وويل حکومت وايي چې په سيمه کې يې د وسله والو ضد پوځي عمليات ترسره کړي خو د ده په خبره د دې سربېره په سيمه کې يې وسله وال شته.

هغه زیاته کړه چې ناامني به هغه مهال ختمېږي چې کله حکومت د هرډول وسلوالو پر ضد بې توپېره عمليات وکړي:"ما په خپلو سترګو ليدلي چې د لکي مروت په بازار کې وسله وال ځای پر ځای ولاړ وي. که دا د رياست لپاره "ښه طالبان" دي نو زموږ لپاره خو ښه او بد دواړه بد دي."

د باچاخان پوهنتون پخوانی مشر فضل الرحيم مروت چې د لکي مروت اوسېدونکي، مشال راډيو ته وويل چې په لکي مروت کې د پروسږ کال په پرتله سږکال ناامني زياته شوې ده.

هغه مارچ پر۳۰مه مشال راډیو ته وويل چې په لکي مروت کې مخ په زياتېدونکې ناامنۍ وجه سختدريځي، بېروزګاري او د دې سيمې حغرافیايی موقعيت دی. نوموړی ادعا وکړه چې په نېږدې هر کلي کې د "طالبانو يو جاسوس" اوسېږي او چې کله يو څوک پوليسو يا پوځ ته د وسلوالو د شتون په اړه معلومات ورکړي نو وسله وال بيا هغه کس نه پرېږدي.

د خيبر پښتونخوا د مواصلاتي چارو لنډمهالي وزیر محمد علي شاه دا تورونه رد کړي چې ګواکې په لکي مروت کې وسلوال ښکاره ګرځي او حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.

نوموړي د مارچ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وويل چې په سيمه کې د لسېزو راهيسې د روانې ناامنۍ په بشړه توګه ختمولو کې به وخت لګېږي:"دا څنګه کېدای شي چې وسله وال په ښکاره ګرځي او څوک ورته څه نه وايي.دا تشې پروپېګنډې دي."

وژل شوی اقبال مومند څوک وو؟

وژل شوی پولیس افسر اقبال مومند د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر او د پېښور د متنیو د ادېزیو اوسېدونکی وو. د هغه پر وژنه پر ټولنیزو شبکو یوشمېر شاعرانو او هنرمندانو ژور خپګان ښوولی دی.

د پښتو ژبې سندرغاړي ګلورین باچا پر فېسبوک په یو بیان کې ویلي دي چې ده د خپلې "موسیقۍ اغاز" د مومند د کلام په ویلو کړی وو. نوموړي د هغه پولیس افسر په مړینه د زښت خپګان څرګندونه کړې ده.

د پاکستان پېژندلی خبریال عادل شاهزېب پر ټوېټر د مومند شعرونه شریک کړي دي او د هغه پر مړینه یې خپګان ښوولی دی.

د پښتو ژبې بل سندرغاړي کرن خان هم پر فېسبوک د مومند شعرونه خپاره کړي او د هغه پر مړینه یې د خپګان څرګندونه کړې ده.

په لکي مروت کې له مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او په وسلوالو بریدونو کې یوشمېر ولسي وګړو، پولیسو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. په هغو بریدونو کې یې د ځینو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې ده.

د لکي مروت انتظامیې د مارچ پر ۱۸مه د "امنیتي ګواښونو" مخنیوي لپاره په ښار کې د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده نافذه کړې وه چې ورسره سم تر پینځو ورځو پورې پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وو.

په سیمه کې د وسلوالو حملو پر ضد په بیا بیا د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې او پرلتونه شوې دي. د ضلعې اوسېدونکو پر حکومت ټینګار کړی دی چې سیمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

په همدې حال کې د سیمې پولیسو او پوځ هم د لکي مروت په یوشمېر برخو کې د وسلوالو ضد عملیات کړي دي چې پکې یې د یوشمېر وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. د سیمې امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG