د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: سروکۍ کې ځايي خلک وايي د پاکستان پوځ درې "بېګناه" ځوانان نيولي


د جنوبي وزيرستان په ځينو سيمو کې پوځ د وسلوالو پرضد وخت نا وخته عمليات کوي ــ انځور له ارشيفه
د جنوبي وزيرستان په ځينو سيمو کې پوځ د وسلوالو پرضد وخت نا وخته عمليات کوي ــ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزيرستان په سروکۍ کې ځايي خلک وايي چې د پاکستان پوځ درې "بېګناه" ځوانان نيولي دي.

د سروکۍ تحصيل چېرمېن شاه فيصل غازي نن (د مارچ پر ۲۸مه) مشال راډيو ته وويل چې که پوځ ژر تر ژره دغه کسان خوشې نه کړي نو دوی به احتجاج پيل کړي.

نوموړي زياته کړه چې پوځ په عملياتو کې داسې خلک نيولي چې څه جرم یې نه دی کړی. "موږ د پوليسو مشر او ډېپټي کمېشنر ته هم درخواست ورکړی وو او پوښتنه مو ترې کړې وه چې دا خلک مو ولې نيولي دي. پر دوی د پولیسو سره هېڅ مقدمه نه ده درج شوې. دوی بايد ژر خوشې شي."

د جنوبي وزيرستان پولیسو مشر شبیر حسن مني چې پوځ د وسلوالو د مخنيوي لپاره وخت په وخت عمليات کوي خو هغه له مشال راډيو سره په خبرو کې په سروکۍ کې د دريو کسانو له نيول کېدو بې خبري وښوده.

بل خوا د پاکستان پوځ هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG