د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د سرحدي ځواک ۲ سرتېري وژل شوي


چارواکي وايي تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي ــ انځور له ارشيفه
چارواکي وايي تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په کچلاغ (کچلاک) سيمه کې د سرحدي عسکرو پر يوه پوسته د وسلوالو په بريد کې دوه سرتېري وژلي شوي دي.

د سرحدي عسکرو يوه چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پېښه د اپرېل پر څلورمه شپې مهال له کوټې ښاره ۲۵ کېلوميټره ليرې په کچلاغ سيمه کې پر بای پاس سړک شوې ده.

د نوموړي په وينا، د "نامعلومه وسلوالو" په حمله کې يو سرتېری پر همهغه ځای ووژل شو او دويم ژوبل سرتېري شپې په روغتون کې سا ورکړه.

تر دې دمه د بريد مسووليت چا نه منلی.

بلخوا سرحدي ځواک (اېف سي) ويلي چې په پېښه کې یې د ککړو کسانو پر ضد د لټون عمليات پيل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG