د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي: د هغو پرضد سپریم کورټ ته ځو چې له ټي ټي پي سره یې مذاکرات کړي وو


د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د فرورۍ پر دویمه په پېښور کې خبري غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د فرورۍ پر دویمه په پېښور کې خبري غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

عوامي نیشنل ګوند وايي د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو د تحقیقاتو لپاره سپریم کورټ ته ځي.

دا خبره د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د فرورۍ پر دویمه په پېښور کې خبري غونډې ته کړې ده.

نوموړي‌ پر دې مهال مشال راډیو ته وویل، ځکه له سپریم کورټه د پلټنو غوښتنه کوي چې له هغې ناقانونه وسلوالې ډلې سره د سولې د خبرو په نتیجه کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوه.

ده وویل چې له سپریم کورټه به په دې اړه عدالتي پلټنې غواړي چې د ده په وینا، دا دومره "لوی غیر اییني او غیر پارلېماني عمل" څنګه شوی دی.

اېمل ولي‌ زیاته کړه،‌" په ټولنه کې د وسلوالو د بیا ځاي کولو چې کومه ډرامه وه او هغې چې څومره کردارونه وو چې پکي پخوانی وزیر اعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي، محمود خان او بېرسټر محمد علي سېف شامل دي، د دوی خلاف به موږ سپرم کورټ ته ځو."


اېمل ولي خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د پولیس لاینز پر جومات په برید کې ۱۰۱ کسان ووژل شول.

د هغې حملې ذمه واري هېڅ وسلوالې ډلې نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان د جنورۍ پر ۳۱مه په یو بیان کې وویل چې دوی په دې چاودنه کې هیڅ لاس نه لري.

خو اېمل ولي په دې اړه وویل، "د پېښور د تازه برید زمه واري پر هغه تګلاره ده چې له مخې یې له تېرو ۷۰ کالو د افغانستان پر خاوره فساد ته د جهاد نوم ورکړل شوی دی."

نوموړي تور پورې کړ چې په خیبر پښتونخوا کې د زیاتې شوې بدامنۍ زمه وار هغه خلک دي چې "پر افغانستان یې د طالبانو پر غېر اییني قبضه په پاکستان کي جشن لمانځلی وو."

په پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې له هغه وروسته د وسله والو بریدونه زیات شو چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه له پاکستاني حکومت سره د اوربند ختمولو اعلان وکړ.

د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د افغان طالبانو په منځګړتوب خبرې اترې پیل شوې وې.

د هغو خبرو اترو څو پړاوونه ترسره شوي وو او په پایله کې یې که څه هم د دواړو غاړو ترمنځ ډزبندي اعلان شوې وه خو په خیبر پښتونخوا کې بیا هم خال خال بریدونه او هدفي وژنې روانې وې.

د پاکستان تحریک انصاف د هغه وخت مرکزي او صوبايي حکومتي چارواکو په وار وار ویلي وو چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کوي.

خو اوس له واکه لرې شوي‌ تحریک انصاف د اېمل ولي خان د فرورۍ دویمې څرګندونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ویلي ول چې په هېواد کې د ناامنۍ ذمه وار نه دی.

عمران خان ویلي ول چې له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په پرېکړه کې د پارلېمان خوښه شامله وه.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې د پېښور په برید کې د ککړې شبکې وسلوالو نیولو ته نېږدې شوی دی.

د پاکستان پوځ هم د جنورۍ پر ۳۱مه ویلي ول چې د پېښور د پولیس لاین په جومات کې شوي‌ هغه برید کې ککړو وسلوالو ته سزا ورکولو ته ژمن دی چې پراخ ولسي غبرګون یې پارولې دی.

د دې برید پرضد د فرورۍ پر څلورمه نېټه د پېښور پریس کلب مخې ته د "پېښور ولسي پاڅون" په نامه داسې احتجاجي غونډه رابلل شوې ده چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ورته ویناوې کوي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان ویلي چې د دوی د ګوند غړي‌ او مشران به هم په دې احتجاج کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې شوې دي.

په دې غونډو کې ویناوال زیاتره د پاکستان امنیتي ادارې په دې تورنوي چې د پښتنو پر خاوره یې د یو پلان له مخې د وسله والو پر فعالیتونو سترګې پټې کړې دي‌ خو هغوی دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG