د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ لاريونوالې: اوس مو د نارينوو تر څنګ، ښځې هم په جبري توګه لادرکه کيږي


بلوڅانې په کراچۍ کې لاريون کوي
بلوڅانې په کراچۍ کې لاريون کوي

بلوڅ ښځو په کراچۍ کې د مارچ پر اتمه، د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهره کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو غوښتنه وکړه.

له ارټس کونسل څخه تر کراچۍ پريس کلب پورې په دې مظاهره کې ګڼ شمېر کسانو ګډون درلود چې پکې زیاتره د لادرکه بلوڅانو د کورنۍ غړي ول. دوی تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه یې اوس د نارينوو تر څنګ ښځې هم په زور لادرکه کوي. دوی غوښتنه وکړه چې د بلوڅ ښځو حقونه دې نه تروړل کيږي. د پاکستان امنيتي ځواکونو هېڅکله د ښځو نيول نه دې منلي. دوی د جبري لادرکيوو په اړه دريځ لري چې د موندلو لپاره یې يو حکومتي کمېشن جوړ شوی دی.

د مظاهرې يوې ګډونوالې او په مبینه توګه په زور د لادرکه کړل شوي، عبدالحميد بلوڅ لور سعيده بلوڅ مشال راډیو ته وويل چې د نړۍ ښځې د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي، خو دوی د خپلو ورکو خپلوانو ژوند غواړي.

هغې زیاته کړه: "د مارچ پر اتمه په نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي خو موږ نن هم پر سړک ناست يو. نن د نړۍ ښځې خپل حقونه غواړي چې د دې لپاره سړکونو ته راوتې دي، خو موږ د خپلو وروڼو، پلرونو او ماشومانو ژوند غواړو."

د مظاهری په وخت د جبري لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره کار کوونکي تنظيم، وایس فار ميسينګ بلوچ پرسنز یوې غړې سيمي دين بلوچ مشال راډيو ته وويل چې بلوچستان کې اوس د نارينوو تر څنګ ښځې هم په زور غيبيږي. هغه چې پلار يې هم په جبري ډول لادرکه کړل شوی دی، وايي چې تېره میاشت په کوټه کې دپوليسو ترهګرۍ ضدڅانګې، يوه ښځه، ماهل بلوڅ له خپله کوره نيولې او له ځانه سره يې وړې ده.

سيمي دين وويل چې د ماهل بلوڅ پر ضد بې بنياده مقدمه درج شوې ده او هغه بايد خوشې شي. "د ماهل واړه واړه ماشومان دي. دبلوچستان د پوليسو او سي ټي ډي عمليات پخوا هم جعلي وو او اوس هم جعلي دي. تر ننه پورې نه ده معلومه چې ماهل بلوڅ په کوم ځای او څه حال کې ده."

خو د فرورۍ پر ۱۸ مه د بلوچستان پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې په خپل بيان کې ویلي وو چې ماهل بلوڅ يې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد نيولې ده. پولیسو ادعا کړې وه چې له ماهل بلوڅ څخه یې د چاوديدونکو موادو واسکټ تر لاسه کړی دی چې ديو ځانمرګي بريد پلان يې درلود.

خو د کراچۍ مظاهره چيانو پر پولیسو نيوکې وکړي چې بغير له ثبوتونو خلک نیسي او بیا یې خپلو خپلواکو ته د بنديخانې په اړه هم معلومات نه ورکوي. په احتجاج کې شاملې، د بلوڅ يکجهتي کيمټۍ يوې غړې، فريده بلوڅ د مارچ پر اتمه مشال راډيو ته وويل څوک ځانمرکي بريد کوي هغه د خپلو ماشومانو په شتون کې په خپل کور کې د ځان سره بارودي مواد يا ځانمرګي واسکټ نه ساتي.

د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير راناثناالله ويلي وو چې جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی خو په بلوچستان کې چارواکي ټينګار کوي‌چې قانون د ښځې او نارينوو لپاره يو شان دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزير مير ضيا لانګور څو ورځې مخکې ويلي وو چې د يوې ښځې نيول ښه خبره نه ده خو چې څوک د قانون پر ضد کار کوي، پر خلاف به يې قانونې ګامونه اخستل کيږي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره له ۲۰۱۱ کال کې يو کميشن جوړ شوی دی. دغه کمېشن د تېر ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې په خپل يو رپورټ کې ویلي وو چې تر يادې نيټې پورې یې د لادرکه ۹۱۳۳ کسانو قضیې ثبت کړې وي چې پکې د ۶۰۰۰ قضیې یې هوارې کړې دي.

د مارچ پر اتمه د لادرکو لپاره د بلوڅ ښځو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

XS
SM
MD
LG