د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کچلاغ په يو جومات کې ۴ پوليسان او ۳ وسلوال وژل شوي


د اپرېل پر ۱۱مه پېشلمي مهال د ترهګرۍ ضد پوليسو په کچلاغ کې د مشکوکو وسلوالو پرضد په يو جومات کې عمليات وکړل.
د اپرېل پر ۱۱مه پېشلمي مهال د ترهګرۍ ضد پوليسو په کچلاغ کې د مشکوکو وسلوالو پرضد په يو جومات کې عمليات وکړل.

د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لور ته په کچلاغ (کچلاک) سيمه کې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال څلور پوليسان وژل شوي دي.

د کوټې پوليسو په يو بيان کې ويلي چې د اپرېل پر ۱۱مه پېشلمي مهال چې کله د ترهګرۍ ضد پوليسو په کچلاغ کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د عملياتو لپاره د يو جومات (مسجد) د محاصره کولو هڅه کوله نو هغه په جومات کې موجود وسلوالو ډزې پيل کړې چې په نتيجه کې يې څلور پوليسان ووژل شول.

د پوليسو په وينا په ځوابي ډزو کې درې وسلوال هم وژل شوي چې پېژندګلو يې لا نه ده شوې.

د دې پېښې ذمه واري لا تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو تر دې وړاندې په هغه سيمه کې د زياتره دا ډول پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې.

د کچلاغ په پېښه کې د وژل شويو څلورو پوليسانو د جنازې لمونځ نن (د اپرېل پر ۱۱مه) په کوټه کې ادا کړل شو.

د کچلاغ په پېښه کې د وژل شويو څلورو پوليسانو د جنازې لمونځ د اپرېل پر ۱۱مه په کوټه کې ادا کړل شو.
د کچلاغ په پېښه کې د وژل شويو څلورو پوليسانو د جنازې لمونځ د اپرېل پر ۱۱مه په کوټه کې ادا کړل شو.

پوليسو دا عمليات تر هغه وروسته وکړل کله چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې "ايګل سکواډ" ناڅرګنده وسلوالو بريد وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

بلخوا پوليسو ويلي چې نن (د اپرېل پر ۱۱مه) د پښين د سرانان په يوه مدرسه کې د "قلم بم" په چاودنه کې د مدرسې يو زده کوونکی ژوبل شوی دی. تر پېښې وروسته پوليسو د مدرسې پلټنې کړي خو څه ډول بارودي مواد يې نه دي موندلي.

تر دې پېښو يوه ورځ وړاندې د اپرېل پر ۱۰مه په کوټه کې غبرګو بمي چاودنو د دوو پوليسانو په ګډون څلور کسان ووژل او ۲۳ نور يې ژوبل کړل.

د کوټې د پولیسو مشر زوهېب محسن خبریالانو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د اپرېل پر ۱۰مه مازيګر مهال د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو موټر ته نېږدې وشوه.

نوموړي‌ زیاته کړه چې هلته له ولاړ یو موټرسایکل څخه ښکاري‌ چې بارودي‌ مواد په هغه کې اېښودل شوي‌ ول.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچ لیبرېشن ارمي" د دې بريد ذمه واري منلې ده. دغې وسلوالې ډلې د اپرېل پر ۱۰مه رسنيو ته په يوه لېږل شوي بيان کې ويلي چې د بريد هدف يې پوليس چارواکی نصيرالحسن شاه وو چې د هغوی په وينا له نيول شويو ولسي بلوڅانو سره "ناوړه بشري چلند" کوي.

بل خوا تر دې پېښې لږ شېبه وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د کوټې پر سرياب سړک د پوليسو پر يو ګاډي د لاسي بم بريد وشو چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شول.

دا بريدونه تر هغه وروسته لا زيات شوي چې د اپريل پر اوومه نېټه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره به کوټلي پوځي عمليات کېږي.

د اپرپل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم دغه پرېکړه تاييد کړه. البته دا موضوع په رسمي توګه په پارلېمان کې د بحث لپاره نه ده وړاندې شوې، خو يوشمېر سياسي ګوندونو،چې زياتره يې د پښتنو دي، د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG