د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د یوې مذهبي ډلې یو مشر وژل شوی دی


د باجوړ د خار تحصیل یو کلی - انځور له ارشیفه
د باجوړ د خار تحصیل یو کلی - انځور له ارشیفه

د باجوړ په خار سیمه کې نامعلومه وسله والو د مذهبي ډلې د اشاعت توحید و سنت یو مشر، مولانا عزیز الله وژلی دی.

په سیمه کې یو پولیس چارواکي حبیب الله د دیسمبر پر ۲۹مه، مشال رېډیو ته وویل چې مولانا عزیز الله په خار بازار کې وژل شوی دی. هغه هلته د کتابونو دکان درلود.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په قبایلي ضلعو کې په دا وروستیو کې ورته حملې زیاتې شوې دي. د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې وړاندې د اپرېل پر ۱۳مه د دې ګوند یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

د جمعيت علمای اسلام (ف) غړيو د دغو وژنو پر ضد مظاهرې وکړې او پرلتونه یې ووهل. پر باجوړ سربیره، د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د امنيت لپاره په زرګونو خلکو احتجاجونه، جرګې او مظاهرې کړي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د دغو مظاهرو په ځواب کې په بیا بیا ویلي چې پولیس او امنیتي ادارې یې امن ټینګ ساتلو ته ژمن دي او هیچا ته به د حکومت عملداري د ګډوډولو اجازت ورنکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG