د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعیت علما اسلام (ف) د خیبرپښتونخوا پر امنیتي او اقتصادي حالاتو بحث لپاره ټول ګوندیزه غونډه رابللې


د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په يوه غونډه کې د وينا په حال کې - انځور له ارشيفه
د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په يوه غونډه کې د وينا په حال کې - انځور له ارشيفه

جمعیت علمای اسلام (ف) پر امنيتي او اقتصادي حالاتو د خبرو لپاره د ۲۰۲۳کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پېښور کې یوه ټول ګوندیزه غونډه رابللې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام (ف) وياند مولانا جليل جان د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل دغه ټول ګوندیزه غونډه د خیبرپښتونخوا د امنیتي او اقتصادي حالاتو په ګډون د مرکزي او صوبايي حکومت تر منځ د بې باورۍ په موضوع رابلل شوې ده. خو تحريک انصاف ته بلنه نه ده ورکړل شوې. د هغه په وينا دخیبر پښتونخوا واکمن ګوند ته یې ځکه بلنه نه ده ورکړې چې دوی د دې هر څه ذمه وار دغه ګوند او حکومت بولي.

نوموړي وویل دا ټول ګونديزه غونډه دوی ځکه رابللې ده چې پاکستان تحريک انصاف په صوبه کې شا او خوا لس کاله حکومت وکړ خو دا وخت په اقتصادي او امنيتي توګه هلته حالات ښه نه دي. هغه تور پورې کړ چې د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت له وفاق سره د صوبې د حقونو لپاره هم کښېناستو ته تيار نه دي. نوموړي وویل: "ولس د عدم تحفظ ښکار دی ځکه چې هره ورځ د شوکې، هدفي وژنې، د تاوان لپاره د تښتونې پېښې کېږي، د اين ايف سي ایوارډ د نه ورکولو په ګډون نورې ډېرې ستونزې دي. ګراني هم ده. د صوبې او مرکز ترمنځ يوه کشاله روانه ده. صوبايي حکومت له وزيراعظم سره لاس ملاوولو ته تيار نه دي."

مولانا جليل جان وویل د ولس د ستونزو په اړه د غږ پورته کولو او په دې لړ کې د يوې کړنلارې د جوړولو په مقصد یې د ټولو ګوندونو غونډه رابللې ده. نوموړي وویل په دې سره د خیبر پښتونخوا حکومت ته پیغام ورکول غواړي چې که د ولس ذمه وارۍ نه شي پوره کولی نو استعفاګانې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر کابل د افغان طالبانو تر قبضې وروسته په خيبر پښتونخوا کې یو ځل بیا د پاکستانيو طالبانو کاروایانې مخ پر زیاتېدو دي. ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې ټي ټي پي د نومبر پر ۲۸مه له حکومت سره اوربند مات کړ او خپلو جنګیالیو ته یې په پاکستان کې د بريدونو د بیا پیلولو امر وکړ. تر هغې وروسته د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر برخو کې حملې زیاتې شوي دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت تور پورې کوي چې مرکز ورته د صوبې د برخې پنګې نه ورکوي چې له امله صوبه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده. د صوبې د خزانې وزیر تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر درېيمه په پېښور کې یوې خبرې غونډې ته وويل چې صوبه د روان ۲۰۲۲ز کال د اپرېل میاشتې راهیسې د ۶۰ اربه روپيو له کمښت سره مخامخ ده. نوموړي تور پورې کړ چې وفاقي حکومت د برېښنا واجباتو ترڅنګ ورباندې پاتې نورې پیسې نه دې ورکړي نو ځکه له مالي بحران سره مخامخ دي. په عین حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت او مرکز د صوبې د ناامنه حالاتو لپاره یو بل تورنوي.

خو په پېښور کې خبريال لحاظ علي مشال راډیو ته وویل مرکز او صوبه دواړه د دغو حالاتو ذمه وار دي. نوموړي تور پورې کړ چې د خیبرپښتونخوا حکومت او ټي ټي پي تر منځ د شویو مذاکراتو په نتیجه کې طالبان د پاکستان بېلا بېلو سیمو ته ورغلل. "دخېبرپښتونخوا اعلی وزیر د کونسل اف کامن انټرسټ يا د نيشنل اکنامک کونسل غونډې ته هم نه ځي. هغه اوس هم وزيراعظم ته غل وايي. د خارجه وزیر لپاره هغه د خواجه سرا ټکې استعمالوي نو په داسې حالاتو کې وفاقي حکومت هم صوبې ته زور ورکوي او دغه زور د خيبر پښتونخوا حکومت ته نه بلکه د صوبې عوامو ته د معاشي او اقتصادي او د ترقياتي کارونو د نه کېدو په صورت کې ور رسېږي."

خبريال لحاظ علي زیاته کړه چې شا او خوا نهه مياشتې د تېرېدو وروسته هم اعلا وزیر محمود خان تر اوسه له وزيراعظم شهباز شریف سره یو ځل هم نه دي لیدلي او نه یې ورسره په ټيليفون خبرې کړی دي.

مشال راډيو په خېبر پښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف وياند بيرسټر محمد علي سيف سره د رابطې کوشش وکړ خو هغه د مصروفیت له کبله خبرې ونه کړې. د ډېسېمبر پر ۲۲مه اعلا وزیر محمود خان په پېښور کې يوې خبري غونډې ته ویلي وو چې دوی دا مني چې صوبايي حکومت سره فنډونه یا پیسې نشته او همدا وجه ده چې د امنیت حالات خراب دي او دا ځکه چې مرکز دوی له خپله برخه نه ورکوي.

نوموړي ویلي وو چې صوبايي حکومت به د دې خلاف سپريم کورټ ته ځي او د قامي اسمبلۍ مخې ته به احتجاجي ناسته کوي. خو وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا حکومت د فنډ نه ورکولو تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG