د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې د تنخاګانو ستونزه: د صوبايي او وفاقي حکومت ترمینځ څه لانجه ده؟


په پېښور کې سرکاري ملازمان د تنخاګانو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي - د ۲۰۲۰ز کال انځور
په پېښور کې سرکاري ملازمان د تنخاګانو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي - د ۲۰۲۰ز کال انځور

د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان وفاقي حکومت ترمینځ اختلافات تر هغې وروسته ډېر شول کله چې صوبايي حکومت په لومړي ځل و نه توانېد چې سرکاري ملازمانو ته د سېپټېمبر تنخاګانې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ورکړي.

د صوبې د خزانې وزیر تيمور سليم جګړا تور پورې کړ چې وفاقي حکومت د برېښنا واجباتو ترڅنګ ورباندې پاتې نورې پیسې نه دې ورکړي نو ځکه له مالي بحران سره مخامخ دي. وروسته حکومت د اکتوبر له درېیمې نېټې څخه سرکاري ملازمینو ته د تنخاګانو ورکړه پیل کړه.

پر وخت د تنخاګانو نه ورکولو له کبله د تحریک انصاف مشرۍ د خيبر پښتونخوا پر حکومت سختې نيوکې وشوې چې له امله يې تیمور سلیم جګړا اړ شو چې د حالاتو په اړه وضاحت او خپل دريځ وړاندې کړي.

نوموړي د اکتوبر پر درېيمه په پېښور کې خبرې غونډې ته وويل چې صوبه د روان ۲۰۲۲ز کال اپرېل میاشتې راهیسې د ۶۰ اربه روپيو له کمښت سره مخامخ ده. هغه ادعا وکړه چې وفاقي حکومت ورته د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره اړینې ۱۲ اربه روپۍ هم نه دې ورکړې.

جګړا دعوه وکړه چې وفاقي حکومت د برېښنا د خالصې ګټې په توګه صوبې ته باید له ۱۸ تر ۳۰ اربه روپۍ ورکړې وای.

نوموړي زیاته کړه چې د تحریک انصاف يو مخکښ پروېز خټک چې کله د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر وو نو له وفاقي حکومت سره يې د برېښنا د خالصې ګټې په اړه یو یادښت هم لاسلیک کړی وو خو د ده په ادعا، د شهباز شريف په مشرۍ وفاقي حکومت ورباندې عمل نه کوي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) اېتلافي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په روانه اکتوبر میاشت کې یې صوبايي حکومت ته د ملازمانو د تنخاګانو لپاره ۲۶ اربه روپۍ ورکړې دي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) یو غړي جمشېد خان د اکتوبر پر پینځمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف صوبايي حکومت د بدانتظامۍ ښکار دی او دعوه یې وکړه چې همدا لامل دی چې د صوبې مالي چارې پېچلې شوې دي. "د اکتوبر پر درېیمه نېټه وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا حکومت ته د ملازمینو د تنخاګانو لپاره ۲۶ اربه روپۍ ورکړې. دا تېر درې نیم، څلور کاله په مرکز کې د تحریک انصاف حکومت وو نو زموږ د صوبې چې کوم حق وو، که هغه د ګیس او پېټرولو [د ګټې پیسې دي]، که د تمباکو [مالیه] او که د بجلۍ خالصه ګټه ده. نو په دې ټولو برخو کې زموږ پر مرکز پیسې [پور دي]، نو په کار وه د دې لپاره یې جدي هڅې کړې وای او له خپل حکومت څخه یې د صوبې حق ګټلی وای."

جمشېد خان پر جګړا نيوکه وکړه او و يې ويل چې د هغه څرګندونې مناسبې نه دي ځکه چې د شهباز شریف په واک کې د راتګ یوشمېر مياشتې کېږي او په دې موده کې وخت پر وخت صوبايي حکومت ته پیسې ورکړل شوي دي.

خو یوشمېر کارپوهان بیا وايي چې د صوبايي او وفاقي حکومت ترمینځ د سياسي اختلافاتو له وجې په خیبر پښتونخوا کې پرمختیايي هلې ځلې اغیزمنې شوې دي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه کریم خان وايي چې د سیاسي اختلافاتو له کبله باید د خلکو د خیر ښېګړې کارونه له پامه و نه غورځول شي.

نوموړی زیاتوي، "زما خیال دا دی چې په دې معامله کې سیاسي چل، ول زیات دی ځکه چې وفاقي حکومت د اېن اېف سي اېوارډ له مخې صوبې ته د پیسو قسط ورکړی دی. دویمه دا چې انتخاباتي هلې ځلې روانې دي نو د تحریک انصاف حکومت پر پرمختیايي پروژو پیسې لګول ډېرې کړې دي."

XS
SM
MD
LG