د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان: که وفاق پیسې رانکړي نو د ملازمینو د جنورۍ تنخا ورکول به مشکل وي


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په سوات کې یو غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په سوات کې یو غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

د خيبرپښتونخوا اعلا وزير محمود خان ویلي، وفاق دې د صوبې بقايا جات ورکړي ځکه چې دوي له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

محمود خان دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۶مه په سوات کې یو غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي وويل چې مرکزي حکومت د صوبي ۱۹۰ اربه روپۍ نه ورکوي چې له وجې يې صوبه له مالي ستونزو سره مخ ده او په جنوري مياشت کې به سرکاري ملازمينو ته تنخواګانو ورکولو کې مشکلات ولري.

د ده په خبره په صوبه کي امن پرځاي ساتلو، ترقياتي کارونو جاري ساتلو او د صوبي چاري پرمخ وړلو لپاره پيسي پکار دي.

د ده په وینا، که چېرې مرکزي حکومت پيسي نه ورکوي نو د قامي اسمبلۍ مخې ته به احتجاجي ناسته کوي.

په هم په دغه ورځ د وزيراعظم سلا کار انجينر امير مقام د سوات په چارباغ کي ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف حکومت ناسمو پاليسو له وجي ټول هېواد له معاشي بحران سره مخامخ دی.

دوي وويل چې صوبايي حکومت د مرکزي حکومت لخوا منظورې کړې ترقياتي پروژي بندې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG