د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جمعیت علما اسلام بریدونه څوک او ولې کوي؟


د جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په ګډون پر یو شمېر مشرانو او غړو یې ګڼ شمېر داسې بریدونه شوي چې پراخه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په ګډون پر یو شمېر مشرانو او غړو یې ګڼ شمېر داسې بریدونه شوي چې پراخه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

جمعیت علما اسلام ف ډله دعوه کوي چې په قبايلي ضلعو کې له تیرو څو کلونو راهیسې د دوی په لسګونه غړي او عالمان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

خو بریدونه یوازې پر یاد ګوند نه بلکې پر نورو ګوندونو او ډلو هم شوي او کېږي خو په هغوی کې زیاتره هغه ګوندونه دي چې د طالبانو په ګډون د ټولو وسله والو ډلو مخالف دریځ لري او په څرګنده یې مخالف کوي.

خو جمعیت علما اسلام ف ډله هغه ګوند دی چې تل یې د طالبانو په اړه داسې دریځ پاته شوی چې د مخالفینو له خوا پرې تل سختې نیوکې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲م کال د جولاي پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په میر علي کې د بلدیاتي ادارو لپاره د یاد ګوند دوه منتخب غړي قاري سمیع الدین او قاري نعمان الله په یو هدفي‌ برید کې ووژل شول.

تر دې پېښه وروسته په شمالي وزیرستان کې پرلت پیل شوی چې بیا یې د شمالي وزیرستان ټولې لارې او بازارونه هم وتړل. وفاقي حکومت د خبرو لپاره ورته ۱۶ کسیزه جرګه جوړه کړه.

پرلتوالو د جرګې په غوښتنه د شمالي وزیرستان لارې خلاصې کړې خو پرلت ته یې دوام ورکړ. دوی غوښتنه کوي چې په شمالي وزیرستان کې دې دوی ته د امن باوري کولو لپاره ډاډ ورکړل شي.

اوس پوښتنه دا ده چې که جمیت علما اسلام فضل الرحمان ډله طالب پلوه وي نو بیا پرې دا بریدونه څوک او ولې کوي؟

د قبايلي ضلعو لپاره د یاد ګوند جنرل سیکرټري مولانا عبدالرشید په دې اړه مشال راډیو وويل چې دا وژنې يوازې په شمالی وزیرستان کې نه بلکې په ټولو قبايلي ضلعو کې له څو کلونو راهسيې روانې دي.

ده وویل، "په دې تيرو څو کلونو کې يوازې په باجوړ کې له ګوند سره تعلق لرونکي ۱۶ مشهور عالمان وژل شوي، دا راز په شمالی وزیرستان کې د جولاي پر ۱۴مه دوه عالمان ووژل شول ، د دې تر څنګ په نورو قبايلي ضلعو او په خاصه توګه په اورکزو کې په لسګونه عالمان په نښه شوي دي."

مولانا عبدالرشید زیاته کړه چې دوی د دې پړه پر ریاست اچوي نو ځکه یې د ده په وینا، احتجاجونه پیل کړي دي.

ده وویل، "چې کله پر موږ برید وشي نو کله د داعش کله د احرار او کله په بل نوم يې څوک ذمه واري واخلي، موږ ته معلومه نه ده چې دا حقيقي تنظيمونه دي او که جعلي نومونه دي."


مولانا عبدالرشید د دوی پر ګوند د بریدونو د وجوهاتو په اړه ناخبري وښودله خو زیاته یې کړه چې د دوي ګوند یو مذهبي ګوند دی او لار يې جمهوري او ايیني ده.

په پیښور کې خبریال او شنونکی مشتاق یوسفزی وايي په تیرو وختونو کې مولانا فضل الرحمان په طالبانو کې مقبولیت درلود خو اوس د ده په وینا د هغه مقبولیت کچه ټیټه شوې ده.

ده وویل، "په خاصه توګه په افغان او پاکستاني طالبانو کې په تیرو وختونو کې مولانا فضل الرحمان ډیر مقبول وو ، خو اوس چې زه ګورم نو د قبايلي ضلعو او په خاصه توګه د باجوړ، او ملاکنډ په طالب وسله والو ډلو کې د هغه مقبولیت ډیر کم شوی دی."

د مشتاق یوسفزي په وینا، د وسله والو دریځ دا دی چې مولانا د خپلو ګټو لپاره خلک استمعالوي او طاقت ته د رسیدو لپاره مذهبي کارډ کاروي.

د ۲۰۲۲م کال د اپريل پر ۱۷مه د اسلامي دولت خراسان یا داعش وسله والې ډلې شریعت کونسل یوه اووه مخیزه " فتوا " خپره کړې وه چې پکې د دوی په فکر او وینا، د جمعیت علما اسلام ګوند د عالمانو وژنه روا ګڼل شوې وه.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی او خبریال ضیاالرحمان وايي ، دا د جمعیت او افغان طالبانو تر منځ د ښو اړیکو له کبله هم کېدای شي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې" خراسان" او په افغانستان کې واکمن طالبانو ترمنځ دومرې اختلاف دي چې یو پر بل بریدونه کوي.

ضیاالرحمان وویل، "په باجوړ کې د پاکستانيو طالبانو يو پخوانی کمانډر ابوبکر دا مهال له داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شوی دی او په باجوړ کې د جمعیت د مشرانو له افغان طالبانو سره ډیر نيږدې تعلق دی نو په افغانستان کې د داعش او افغان طالبانو ترمنځ روانه جګړه د پولې دیخوا په باجوړ کې هم کيږي."

د ده په وینا، داعش ډله په خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې خپل شبکه لري نو په نورو سیمو کې هم د جمعیت پلویان په نښه کوي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل دا خبره رد کړې ده چې ګواکې د داعش په ګډ‌ون نورې وسله والې ډلې دا وخت په پاکستان او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې څه منظم شکل او شبکه لري.

XS
SM
MD
LG