د لاسرسي ځای

تازه خبر

ليفټیننټ جنرل فیض حميد: ټي ټي پي دې له جګړې لاس واخلي


ليفټیننټ جنرل فیض حميد: ټي ټي پي دې له جګړې لاس واخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:56 0:00

د پاکستان پوځ د پېښور کور کمانډر ليفټیننټ جنرل فیض حميد د تحريک طالبان پاکستان پر وسله والو غږ کړی چې خپلو سيمو ته دې ستانه او له جنګه دې لاس واخلي. نوموړي د مارچ په ۱۹مه د جنوبي وزیرستان په سپينکۍ رغزه کيډيټ کالج کې د خبرو په مهال وويل چې که د ټي ټي پي غړي د پاکستان ايين پر ځان ومني، پوځ به یې پرضد کاروايي نه کوي. تر اوسه ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ويلي. په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان پوځ له تحريک طالبان پاکستان سره، قومي مشرانو د جرګو له لارو مذاکرات کړي ول خو تر اوسه حتمي جوړجاړي ته نه دي رسېدلي. ليفټیننټ جنرل فیض حميد دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې په اصل کې ټوله کیسه له افغانستانه راپیل شوې وه او اوس هلته امن راغلی دی، بهرني پوځونه ستانه شوي دي، هلته د افغانانو خپل حکومت دی، موږ به د امن، ترقۍ، تجارت او له افغانانو سره چې مو کومه وررولي ده، د هغې د لا ښه کولو له لارې به له دې حالاتو ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG