د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسان الله احسان څنګه د حکومت له ولکې وتښتېد؟: نګهت اورکزۍ


احسان الله احسان
احسان الله احسان

پېښور: د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان پیپلز ګوند غړې نګهت یاسمین اورکزۍ د جولایي پر ۱۷مه نېټه د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الحرار وسله والو ډلو د پخواني ویاند احسان الله احسان د هغه ټویټ غندنه کړې ده چې هغه د پېپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ته دهړکه ورکړې وه.

نکهت اورکزۍ د احسان الله احسان د دې ټویټ په ځواب کې د اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې احسان الله احسان د پیيلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ته په ورکړې دهړکه کې ویلي چې د بلاول انجام به هم د هغه د مور بېنظیر بوټو په څېر وي.

نګهت اورکزۍ زیاته کړې ، “بلاول بټو د خپلې مور په رنګ له چا هم نه ویریږي، ستا په رنګ ترهګر چې په لکونو مسلمانان مو وژلي دي او ته وایې چې موږ د اسلام لپاره قرباني ورکړې ده”.

نوموړې ویلي‌ چې دا احسان الله احسان او هغه ټولو ترهګرو ته وايي چې تاسو قاتلان او ترهګر یاست او ستاسو د اسلام ، انسانیت او بل هیڅ یو شي سره هیڅ تعلق نشته.

نګهت اورکزۍ پوښتنه راپورته کړې چې بلاول بټو د ملک د اقتصاد په اړه خبره کوي نو هغه ته حکومت ځواب نه ورکوي بلکه د ترهګرو لخوا هغه ته د قتل دهړکې ورکړل کیږي.

هغې زیاته کړې چې ، “زه له دې حکومته پوښتنه کوم چې احسان الله احسان خو ستاسو تر ولقې لاندې وو نو هغه څنګه وتښتېدی او څنګه بل هېواد ته ورسېدی، دا یو سوالیه نښان پر حکومت هم دی او پر هغو ادارو هم دی د چا په تحویل کې چې دی وو.”

د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر شپږمه په ټولنیزو رسنیو کې یو اډیو پیغام خپور شوی وو چې پکې یو تن ځان احسان الله احسان یاد کړې وو او ویلي یې وو چې هغه سره د خپلې کورنۍ د پاکستان د امنیتي ادرو له ولکې وتلی دی.

ده ویلي وو چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ پر پینځمه نېټه یې د یو تړون له مخې ځان پخپله د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلی وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه له رسنیو سره په خبرو کې د احسان الله احسان د تښتېدو پخلی کړی وو او ویلي وو چې حکومت په دې اړه ډېر څه کوي.

د احسان الله احسان تر دې ټویټ وروسته اوس د هغه ټویټر اکاونټ کار نه کوي خو د پیپلز ګوند مشران وايي له هم دې ټویټر اکاونټ څخه وړاندي هم هغه وخت په وخت بیانونه ورکړي دي.

د دوي په وینا ، احسان الله احسان په دې وروستي ټویټ کې ویلي وو چې “د دې ملک د بقا لپاره زموږ په څېر اسلام خوښوونکو قربانۍ ورکړې دي او د دې ملک د نظریاتي سرحدونو په خاطر به ستا په رنګ خلکو سره جنګیږو او ستا انجام به هم ستا د مور په څېر وي.”

احسان الله احسان دا خبره د پیپلز ګوند لخوا د هغه ټویټ په ځواب کې کړې وه په کوم کې چې د ګوند مشر بلاول بټو ويلي وو چې “عمران خان بېنظیر بټو ته شهیده نه وايي لیکن یو ترهګر د هغه په اند شهید دی.”

احسان الله احسان شاوخوا ۱۰ کاله د وياند په توګه د پاکستاني طالبانو له لورې پر يو شمېر نورو بريدونو سربېره په ۲۰۱۲م کال کې په سوات کې پر ملالې يوسفزۍ هم د بريد مسوليت منلی و. له هغه وروسته نوموړی له تحريک طالبان پاکستان څخه د جلا شوې وسله والې ډلې "جماعت الاحرار" وياند په توګه راڅرګند شو.

په ۲۰۱۷م کال کې چې د احسان الله احسان د ګرفتارۍ يا پاکستاني پوځ ته د ځان سپارلو خبرونه خپاره شول نو د ارمي پبلک سکول پېښور د وژل شويو ماشومانو پر مېندو او پلرونو او پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره يو شمېر نورو کسانو پر احسان الله احسان د عدالتي کاروايي او مقدمې غوښتنه وکړه.

هغه وخت يو شمېر سياسي او مدني فعالانو د احسان پر وړاندې د پاکستاني پوځ پر تګلارې نيوکې وکړې او د وسله والو پر ضد يې د هغوی پر عملياتو پوښتنې راپورته کړې.

په ۲۰۱۴م کال کې پر ارمي پبلک سکول پېښور کې د وسله وال بريد پر مهال شاوخوا ۱۵۰ماشومان وژل شوي ول. د هغه بريد مسوليت تحريک طالبان پاکستان منلی و.

بلاول بټو دا خبره د جون پر ۲۹مه په خبري کانفرنس کې هغه محال کړې وه چې وزیراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د اسامه بن لادن نوم اخستلو پر وخت هغه ته شهید ویلي وو.

خو وروسته بیا په سیاسي اړیکو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر شهباز ګل اسامه بن لادن ته شهید ویل د عمران خان د ژبې تېروتل بللي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG