د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شريف په رسمي توګه کار پیل کړ


دا د پاکستان د نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شريف د ۲۰۱۸ز کال عکس دی.
دا د پاکستان د نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شريف د ۲۰۱۸ز کال عکس دی.

د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف نن (اپرېل ۱۲مه) په رسمي توګه خپل کار پیل کړی او په اسلام اباد کې د وزيراعظم دفتر ته ورغلی دی.

د وزیراعظم دفتر ته له رسېدو سره سم هغه ته د پاکستان ځواکونو سلامي وکړه او د دفتر چارواکي وروپېژندل شول.

د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د پاکستان د ۲۳م وزیراعظم جوړېدو وروسته هم هغه ورځ ماښام مهال د سېنېټ چېرمېن صادق سنجراني ورڅخه د خپلې دندې څوګند واخيست.

د هند وزیراعظم نريندر مودي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ته د پاکستان پر وزیراعظم جوړېدو باندې مبارکۍ ورکړې دي.

شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه پر ټويټر پاڼه ولیکل چې د ده زیات پام به د ټولو پاکستانیانو لپاره د ګرانۍ ختمولو او د ولاړ معیشت بیا فعالولو ته وي.

نوموړي زیاته کړې چې حکومت به يې له نورو هېوادونو سره د سولې، برابرۍ او دوه اړخېزه درناوي پر اساس اړيکې جوړوي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د مسلم ليګ (ن)‌ مشر شهباز شريف د پاکستان د نوي وزيراعظم په توګه ټاکلی وو.

د پاکستان متحده اپوزیشن لخوا د وزیراعظمۍ چوکۍ ته شهباز شریف او پاکستان تحریک انصاف لخوا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نوماند ول. د اپريل په ۱۱مه په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي او ډپټي سپېکر قاسم سوري د غونډې له پر مخ بيولو انکار وکړ او خپل ځای یې د مسلم ليګ (ن) ایاز صادق ته پرېښود.

د تحريک انصاف غړو د استعفا له وجې قریشي د وزيراعظمۍ په انتخاباتو کې ګډ‌ون ونه کړ خو نوماندي‌ يې واپس وانخیسته. شهبازشريف ته ۱۷۴ رایې واچول شوې او په دې توګه د پاکستان ۲۳مه وزيراعظم وټاکل شو.

د پاکستان د پرمختګ لپاره شريک کار کولو غواړو
شهباز شریف

د رايو د اچونې بهیر له پيليدو مخکې د تحريک انصاف غړو ميزونه وټکول او نعرې یې وکړي. دوی شعارونه ورکول چې: "موږ به ازادي اخلو." واضحه نه ده چې دوی د کومې ازادۍ خبره کوله او له چا یې دا ازادي غوښته؟ د تحريک انصاف مرستيال مشر، شاه محمود قریشي پر شهباز شريف سختې نيوکې وکړي او د هغه وزيراعظمي یې رد کړه.

خو د وزيراعظم په توګه، شهباز شريف په خپل لومړي تقرير کې وويل چې له هېچا غچ نه اخلي‌ بلکې غواړي د ټولو سره يو ځای د ملک د ترقۍ لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړه: "له یوې هفتې راهیسې د تحريک انصاف ډرامه روانه وه چې اوس ختمه شوه. پاکستان نن خدای بچ کړ."

نوموړي پر دې مهال په خپله وينا کې اعلان وکړ چې د مزدورانو لږ تر لږه مياشتنۍ تنخا به ۲۵،۰۰۰ وي. پر دې سربېره نوموړي د تقاعد (ريټايرډ) شويو ملازمينو په پېنشن کې هم د ۱۰ فيصده اضافې اعلان وکړ. نوموړي په عين حال کې زياته کړه چې د اقتصادي بحالۍ سخت چيلنج ورته په مخ کې دی چې نوموړی به یې د حلولو کوښښ کوي.

له قامي اسمبلۍ د تحريک انصاف د غړو استعفا

د اپريل په يوولسمه، غرمه مهال د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د دغه ګوند د پارليماني غړو غونډه وشوه. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دوی د قامي اسمبلۍ ټول غړي استعفا ورکوي. همداسې وشول او د دې ګوند ټولو ۱۵۵ غړو استعفاوې ورکړي. شاه محمود قریشي د دې استعفاوو د ورکولو په مهال وويل: "موږ د نوي وزيراعظم ټاکل ردوو او نوی حکومت نه منو." په دې سره نوموړی د خپلو ټولو غړو سره يو ځای له قامي اسمبلۍ ووت.

تحريک انصاف د خپلو استعفاوو د وجوهاتو په روښانولو سره ويلي چې دوی نه غواړي د هغه کس د وزيراعظمۍ د ټاکنو د بهیر برخه شي چې د درغليو کيسونه پرې روان دي. شهباز شريف د ده پر ضد کیسونه سیاسي بولي. د تحريک انصاف لخوا د استعفاوو د ورکړې پر دريځ، د پيپلز ګوند يو وياند فیصل کريم کنډي جيو نيوز ټيليويژن ته وويل چې دا دومره لویه مسله نه ده. د هغه په خبره د انتخاباتو کمیشن به د نوو کسانو د ټاکلو لپاره ضمني ټاکنې وکړي.

د نوي حکومت لومړيتوبونه څه دي؟

د مسلم ليګ (ن) وياندې، مريم اورنګزیب د اپريل په يوولسمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې نوي حکومت ته به تر ټولو لويه مسله د اقتصاد بحالول وي. هغه زياته کړه چې دوی به انتخاباتي اصلاحات کوي او بيا به عمومي ټاکنو ته ځي.‌

نوی ټاکل شوی وزيراعظم، شهبازشریف د پنجاب صوبې دی. د هغه کورنۍ له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان په سیاست کې فعاله ده او نوموړی څو ځل د پنجاب صوبې وزیراعلی هم پاتې شوی دی. شهباز شريف درې ځل د پاکستان وزيراعظم پاتې شوي سیاستوال، نواز شريف کشر ورور دی.

د پاکستان د ایین ترمخه، د وزیراعظم د کار دور پينځه کاله وي خو شهباز شريف د نیزدې يو نيم کال لپاره ټاکل شوی ځکه چې نوموړی د ليري شوي عمران خان پر ځای راغلی دی. په دې ملک کې تر اوسه هېڅ‌ وزيراعظم خپله اییني موده نه ده پوره کړې.

له وزيراعظمۍ د عمران خان ليرې کېدل

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان په اړه د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

اپوزیشن ګوندونو د مارچ په اتمه په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم د ليرې کولو لپاره عدم اعتماد تحريک جمع کړی وو خو رایه اچول پرې ځکه ځنډيدلي وو چې د قامي اسمبلۍ مرستيال سپېکر قاسم سوري د اپريل په درېيمه د عمران خان پر ضد راوړل شوی د عدم اعتماد تحريک غیرقانون وګرځاوه.

ولسمشر عارف علوي د وزيراعظم په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړه او د ټاکنو له کمیسيون یې د انتخاباتو د کولو غوښتنه وکړه. خو سپريم کورټ دا هر څه د ايين په خلاف وبلل، قامي‌اسمبلۍ یې بحال او د ولسمشر پرېکړې یې غيرقانوني اعلان کړي.

عمران خان تور پورې کړی چې د ده د حکومت ليرې کولو لپاره بهرنی سازش شوی دی. هغه ادعا کوي چې امریکا یې د اپوزېشن ګوندونو په مرسته حکومت ورختم کړی دی خو اپوزیشن او د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا تور په کلکه رد کړی دی. د اپريل په لسمه د تحريک انصاف غړو د خپل مشر عمران خان په بلنه د هغه د ليرې کېدو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړي. اپوزیشن ګوندونو دا ورځ د شکرانې په توګه ولمانځله.

XS
SM
MD
LG