د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک طالبان پاکستان د بریدونو زیاتېدو وجې څه دي؟


تحريک طالبان پاکستان ادعا کوي‌ چې د ډېسمبر په نهمه د پاکستان حکومت سره یې د يوې میاشتې اوربند ختمېدو وروسته ۴۵ بریدونه کړي دي.
تحريک طالبان پاکستان ادعا کوي‌ چې د ډېسمبر په نهمه د پاکستان حکومت سره یې د يوې میاشتې اوربند ختمېدو وروسته ۴۵ بریدونه کړي دي.

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په دې وروستيو کې خپلو داسې حملو ته زور ورکړی دی چې هدفي وژنې، د سړک غاړې بمونه او له پاکستاني پوځ سره د دوی مخامخ نښتې شاملې دي.

دوی پر ټولنيزو رسنیو داسې ويډيوګانې خپرې کړې چې مشران یې د ګڼو وسله والو په بدرګه بېلابېلو کليو ته ځي او هلته خلکو ته ويناوې کوي.

تحريک طالبان پاکستان ادعا کوي‌ چې د ډېسمبر په نهمه د پاکستان حکومت سره یې د يوې میاشتې اوربند ختمېدو وروسته ۴۵ بریدونه کړي دي.

دوی د دې کال په لومړيو ورځو کې د خپلو حملو د معلوماتو په شريکولو سره په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په تېر، ۲۰۲۱ کال کې یې په خيبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان کې ۲۸۲ حملې کړې چې ۹۷۲ کسان یې پکې وژلي دي.

د دې شمېرو په ازاد ډول تصديق نه دی شوی خو د مشال راډيو راټول کړي معلومات ښيي چې په شمالي وزیرستان کې تېر کال ۱۴۸ بېلابېل بریدونه شوي وو چې د ډيرو حملو زمه واري تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)‌ منلې وه.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټيټويټ هم په خپل کلني راپور کې ويلي‌چې د ۲۰۲۰ کال په نسبت په ۲۰۲۱ کال کې د تحريک طالبان پاکستان بریدونه ۵۶ فېصده زیات شوي دي.

څيړونکی او د پاکستاني پوځ پخواني بريګيډير سید نزیر مومند د دې حملو د زیاتېدو يوه لويه وجه د تېر کال اګست پر ۱۵مه د افغان طالبانو لخوا د افغان حکومت په زور نيول ښيي چې د هغه په وينا پاکستاني طالبان یې د همداسې کولو لپاره هڅولې دي.

ده وویل، "بریدونه ځکه زیات شوي چې ټي ټي‌ پي فکر کوي چې که افغان طالبان په افغانستان کې په زور حکومت نيولی شي نو دوی یې په پاکستان کې هم کولی شي. بله وجه دا ده چې پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت سره مذاکرات کول. د هغې لپاره یې حملې ډېرې کړي چې خپل زور وښيي او په خبرو کې په قوي موقف سره راشي."

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب شوې، د نومبر په نهمه د یوې میاشتي لپاره جنګ بندي اعلان کړه خو د دې مودې له ختمېدو وروسته دا اوربند ونه غځېد. له هغه وروسته ټي ټي پي حملو ته زور ورکړی دی.

د پاکستاني پوځ وياند بابر افتخار د جنورۍ په پينځمه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې په قبايلي ضلعو کې یې د دې ډلې په خلاف عمليات تيز کړي نو ځکه هغوی تنګ شوي او له افغانستانه یې بریدونه زیات کړي دي.

پخوا پاکستاني چارواکو پر افغانستان تور پورې کاوه چې د هند استخباراتو سره يو ځای د ټي‌ټي پي ملګرتيا کوي‌ خو بابر افتخار په خپلو خبرو کې ويلي چې د طالبانو حکومت داسې نه دی او پوره ډاډ یې ورکړی چې افغان خاوره به د پاکستان بر ضد نه کاريږي.

نو چې د طالبانو حکومت دغسې نه دی، ټي ټي پي څنګه په مبیینه ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کولای شي؟

د طالبانو په چارو پوه خبریال سمیع يوسفزی وايي افغان طالبان د پاکستاني طالبانو سره مذهبي او د جنګونو په وخت د راکړې ورکړې اړيکې لري‌نو ځکه یې پر ضد پوځي کارروايي‌ نه کوي.

هغه مشال راډيو ته وويل چې افغان طالبان کوښښ‌کوي چې ټي ټي پي په قبايلو کې خپلو سیمو ته واوړي.

ده وویل، " ټي ټي پي په خپلو سیمو کې یو بنياد لري، دوی په پخوا وختونو کې د افغان طالبانو سره مرستې کړي نو داسې نه ښکاري چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر ضد عمليات وکړي. البته کوښښ به وکړي چې ټي ټي پي‌دومره کمزوری پاتې شي چې د پاکستان په وړاندې عمليات پلان نه کړای شي. يوه بله مهمه مسله دا ده چې پخوا به امريکايانو پر ټي ټي پي د ډرون بریدونه کول خو اوس د پاکستاني طالبانو سره دا وېره نشته نو ځکه خپل فعاليت ته دوام ورکوي."

د پاکستان پوځ څو ځله د تحريک طالبان پاکستان پرضد په قبايلي سيمو کې عمليات کړي دي. وروستی هغه یې په ۲۰۱۷ کال ردالفساد وو چې د پوځ په وينا په مرسته یې ۹۰ فیصده قبايلي سیمې له وسله والو پاکې شوې او ټي ټي پي وپاشل شو.

خو تېر کال د تحريک طالبان پاکستان اوسني مشر نور ولي مسود بېلې شوې ډلې بيا په ټي ټي پي کې راغونډې کړې او اعلان یې وکړ چې په پاکستان کې به شريعت نافذولو لپاره خپل جنګ ته زور ورکړي.

د دوی سره هغه په زرګونو پاکستاني وسله وال هم ملګري شوي چې د اګست په نيمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د دغه هېواد له زندانونو خوشې شول.

په دې وروستیو کې یې پر ټولنیزو شبکو یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې مشران یې په مبیینه ډول د ځینو قبایلي ضلعو په کلیو کې خلکو ته ویناوې کوي.

XS
SM
MD
LG