د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې


یوشمېر پوځیان د شمالي وزیرستان په غلام خان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
یوشمېر پوځیان د شمالي وزیرستان په غلام خان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو د عملیاتو پر مهال د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر نهمې تر پېښې وروسته رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د میرلي په بوبلي کې عملیات وکړل.

یوه پوځي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وژل شوي کسان "ځايي وسلوال" ول خو دا یې و نه ویل چې هغوی د کومې ډلې غړي ول.

ده زیاته کړه چې مشکوک وسلوال په "هدفي بریدونو، د پوځ د انجینرۍ څانګې پر کارکوونکو او امنیتي سرتېرو" په حملو کې ککړ ول.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې د پوځي عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د اکتوبر پر درېیمه هم پوځ له افغانستان سره پر پوله په غلام خان سیمه کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې او د پینځو نورو ژوبلولو دعوه کړې وه.

پوځي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د وسلوالو پرضد ځانګړو عملیاتو ته دوام ورکړی دی او په تېر یو کال کې یې ۱۲۶ مشکوک وسلوال وژلي او ۱۵۶ یې ټپي کړي دي.

چارواکي زیاتوي چې په هغو وسلوالو کې "۶۰ فیصدهد حافظ ګل بهادر ډلې غړي" ول. هغې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتې او یو پر بل بریدونه هم زیات شوي دي.

ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا هلته د بدامنۍ او هدفي وژنو پرضد پراخ احتجاجونه هم کړي دي. تازه بېلګه یې د جولای له ۱۷مې راهیسې د اتمانزیو روان پرلت دی.

دوی غوښتنه کوي چې پوځ او حکومت دې دوی ته په سیمه کې د امنیت ټينګولو داسې باور ورکړي چې د ډاډ وړ وي.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه چې د عملیاتو په نتیجه کې یې سیمه له وسلوالو پاکه کړې وه او د بې کوره شویو خلکو ستنولو لړۍ یې جاري ساتلې ده.

ځايي خلک وايي چې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته په لومړيو دوو کلونو کې هلته امن وو خو له ۲۰۱۸ز کاله بیا هدفي بریدونه پیل شول چې تر اوسه پکې په سلګونه فعالانو، مشرانو، سیاستولانو، دیني عالمانو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.

خو دا یوازې شمالي وزیرستان نه دی بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي او ښاري ضلعو کې هم په تېرو میاشتو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

له شمالي وزیرستاان پرته، د روان کال له جولای راهیسې خلکو په جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات او پېښور کې خلکو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په ټوله ضلع کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسلوالو ضد کارروایۍ پیلوي.

تر دې یوه اوونۍ وروسته، د سوات چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره د پوځ درې ډېوېژنه او ګڼ پولیسان سیمې ته تللي دي. پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

XS
SM
MD
LG