د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په وسله وال برید کې یوه ښځه وژل شوې، بله ژوبله ده


د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې د ملېشې ځواک پر قافله په ځانمرګي برید کې ۲۱ سرتېري ژوبل شوي ول.
د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې د ملېشې ځواک پر قافله په ځانمرګي برید کې ۲۱ سرتېري ژوبل شوي ول.

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې یوه ښځه وژل شوې او بله ژوبله ده.

د میرلي تاڼې او په میرامشا کې د ضلعي انتظامیې دوو چارواکو له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، مخ پټو وسله والو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د میرلي په خیساره اډه کې پر دوو ښځو ډزې وکړې.

دوی د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر پېښې وروسته وویل چې په برید کې د زینب په نوم یوه ښځه ووژل شوه او لیلا ژوبله شوه او بریدګر په تېښته کې بریالي شول.

چارواکو او ځايي اوسېدونکو وویل چې دواړه ښځې د لکي مروت د نورنګ سیمې اوسېدونکې دي چې کډوالې دي او په شمالي وزیرستان کې یې خیر ټولاوه.

له دې سره د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۴۱ ته ورسېد چې پکې تر ۵۰ زیات ځايي مشران، مخوور، سیاستوالان، دیني عالمان، ځوانان، فعالان او امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې د ملېشې ځواک پر قافلې په ځانمرګي برید کې ۲۱ سرتېري ژوبل شول.

چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې قافله له بنو څخه میرلي ته پر لاره وه چې پر بایپاس سړک ورباندې برید وشو. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو او د ناامنیو نورو پېښو پرضد د جولای له ۱۷مې راهیسې د خلکو احتجاجي پرلت لا هم دوام لري.

د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو ویلي دي چې په ضلع کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه د وسله والو پرضد عملیات کړي ول چې په نتيجه کې یې تر يو مېليون زیات کسان بې کوره شوي ول.

حکومت شاوخوا دوه کاله وروسته اعلان وکړ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې او زیاتره کډوال یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړل.

تر یوې مودې پورې په ضلع کې امنیتي وضع ښه وه خو په ۲۰۱۸ز کال کې هدفي بریدونه پیل شول چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG