د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات او واڼه کې زرګونو خلکو د ترهګرۍ خلاف مظاهرې کړې دي


د خیبر پښتونخوا د سوات په خوازه خېله کې د اکتوبر پر اوومه د شوې مظاهرې ګډون وال
د خیبر پښتونخوا د سوات په خوازه خېله کې د اکتوبر پر اوومه د شوې مظاهرې ګډون وال

د خیبر پښتونخوا د سوات په خوازه خېله کې د اکتوبر پر اوومه مازيګر مهال په زرګونه خلکو ځايي اوسيدونکو د ترهګرۍ او نا امنۍ خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده.

د ولسي پاڅون په نوم مظاهره کې شریکو د سیمې ځوانانو، مشرانو او د سیاسي ګوندونو مخکښانو له حکومته غوښتنه وکړه چې سیمې ته د وسله والو بېرته ور تګ او عملیات به ونه زغمي.

مظاهرچیان وايي، د دوی سیمې ته د هغو وسله والو بېرته راتګ دوی ته په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي چې مخکې له سواته افغانستان ته تښتېدلي وو.

د مظاهرچیانو په خبره که حکومت تر مذاکراتو وروسته وسله وال بېرته راولي نو دوی به یې کله هم قبول نه کړي او نه به یې هلته پرېږدي.

د تحصیل کبل یو اوسېدونکي او د قامي جرګې يو مشر شير شاه خان د مظاهرې پر مهال وویل، دوی ته خبرونه رسېدلي‌ چې په مام ډېرۍ کې د ترهګرۍ تربیت اخستونکي بیرته سوات ته ورځي.

د سوات د مظاهرې ګډونوال
د سوات د مظاهرې ګډونوال

شیر شاه خان هغه کس دی چې وسله والو یې په ۲۰۰۸م کال کې پر کور څو ځله برید کړی وو او د هغه کور یې ړنګ کړی وو.

نوموړي د اکتوبر پر اوومه احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل، "دا خو د پښتنو سیمه ده، دلته د پښتونو مرګونه شوي، د پښتنو ژوبلي شوي، د پښتنو د کورونو ، زنانو ، ماشومانو بې عزتۍ شوې دي او کومو خلکو چې د سوات له ولس سره زیاتی کړی دی، له هغوی به د پښتنو له روایاتو سره سم بدل اخیستل کېږي."

د عوامي نېشنل ګوند د سوات مشر او پخواني صوبايي وزير ايوب اشاړي وویل چې په تېرو وختونو کې یې هم د سوات امن خرابوونکو سخت مخالفت کړی دی او اوس به هم داسې کوي.

ده وویل، " زموږ سوات ته یې سترګې خړې دي، خدای موږ ته د جنت په څېر وطن راکړی دی خو د پاکستان واکمنو راته دوزخ کړی دی."

د خوازه خيلې يو مدني فعال مظهر داد وویل چې د امن لپاره په مظاهره کې د هرې طبقي خلکو ګډون کړی وو او دوی ټول په سوات کې امن غواړي.

نوموړي زیاته کړه، " له تېرو دوو میاشتو په سوات کې د بدامنۍ حالت جوړ کړل شوی دی، خلک اندېښمن او غصه دي چې دا بیا څه مسله ده؟"

ده وویل چې د سوات ولس د هم دې لپاره راوتلی دی چې رياست او حکومت ته دا خبره وکړي چې موږ موږ امن غواړو.


تر دې وړاندې د سوات په مېنګوره، کبل او مټه کې هم د امن لپاره لویې مظاهري شوې دي او ګډونوالو یې ریاست تورن کړی چې د دوی په سیمه کې یې د یو پلان له مخې د وسله والو پر بیا را څرګندېدو سترګې پټې کړي دي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسله والو فعالیت ته به په هیڅ صورت اجازه ورنکړي.

په سوات کې په دې وروستیو کې نه یوازې وسله وال را څرګند شوي بلکې هلته د هدفي وژنو او نورې بدامنۍ پېښې هم زیاتې شوې دي.

د سوات پولیس د اکتوبر پر اتمه هم ادعا کړې چې د وسله والو دوه سهولت کاران یې وژلي دي.

د سوات د پولیسو مرستیال مشر ارشد خان مشال راډیو ته وویل چې دا دوه کسان په رحیم اباد کې د امنيتي ځواکونو د کارروایۍ پر مهال وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پوځ سرتیري نن سهار وختي د وسله والو په لټون سیمې ته روان ول چې پرې ډزې وشوې او درې سرتیري ژوبل شول.

هغه وايي په ځوابي ډزو کې دوه کسان وژل شوي چې د وسله والو سهولت کاران ول. خو ځايي اوسېدونکو ويلي چي وژل شويو دواړو کسانو له ډېرې مودې راهيسې هلته روزګار کاوه.

ازادو سرچینو د وژل شويو کسانو له وسله والو سره د تعلق تصديق نه دی کړی او نه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.

د سوات تر څنګ د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې هم د بدامنۍ پرضد ولس داسې احتجاجونه پیل کړي‌ چې په ګڼ شمېر خلک پکې ګډون کوي.

په دې لړ کې د اکتوبر پر اوومه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې هم په زرګونو کسانو د امن د غوښتو لپاره مظاهره وکړه. د مظاهرې او لاریون تابیا عوامي نیشنل ګوند نیولې وه.

د مظاهرې یو مشر ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې له حکومته یې د امن د راوستلو غوښتنه کوله.

نوموړي وویل، د دې مظاهرې او لاریون اړتیا یې ځکه لیدله چې په اعظم ورسک او نورو سیمو کې هره ورځ د بدامنۍ پېښې کېږي او د عامو خلکو ترڅنګ د پولیسو تاڼې او د عسکرو پوستې هم پکې په نښه کېږي.

د ایاز وزیر په وینا، په مظاهره او لاریون کې د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو او پلویانو هم ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات کوي او تر منځ یې تر نامعلومه مودې اوربند اعلان شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، د وزیرستانونو په ګډون په ټولو قبایلي ضلعو کې یې امنیت بحاله کړی او د وسله والو پرضد په پرلپسې توګه کارروايۍ کوي.

XS
SM
MD
LG