د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د مشکوکو وسله والو کورونو ړنګولو دعوه کوي


پوځ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د امنیتي ځواکونو پر قافله تر برید وروسته د وسله والو پرضد د اقداماتو اعلان کړی وو.
پوځ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د امنیتي ځواکونو پر قافله تر برید وروسته د وسله والو پرضد د اقداماتو اعلان کړی وو.

د پاکستان پوځي چارواکو په شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو پر قافلو په حملو کې د ککړو مشکوکو وسله والو د کورونو ړنګولو دعوه کړې ده.

په میرامشا کې د پوځ یو لوړپوړي افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه یې نوم نه ښوولو په شرط مشال را‌ډیو ته وویل چې د دوو مشکوکو وسله والو کورونه یې د سېپټېمبر پر ۲۹مه میرلي په خدري سیمه کې نړولي دي او هغه کورنۍ به په یوه یا دوه ورځو کې له سیمې وځي.

ده زیاته کړه چې د امنیت ټینګښت او د هدفي بریدونو د مخنیوي لپاره یې نوی پلان جوړ کړی دی.

پوځي چارواکي دا و نه ویل چې د کومې ډلې د مشکوکو وسله والو کورونه یې وران کړي دي. ده د خپل اقدام د مشروعیت یا قانونیت په اړه هم معلومات ور نه کړل.

په قبایلي سیمو کې پخوا د فرنټییر کرایمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نوم قانون رایج وو چې ورسره سم، په لویو جرمونو د ککړو کسانو د کورونه ړنګولو او د هغوی کورنۍ له سیمو اېستلو په څېر ټولیزې یا اجتماعي سزاګانې شاملې وې، خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې د خیبر پښتونخوا برخه شوې نو د پاکستان قانون وروغځېد چې د دې ډول کارونو اجازه نه ورکوي.

په میرلي کې د مشکوکو وسله والو کورنیو او د سیمې اوسېدونکو یا ځايي مشرانو د کورونو ړنګولو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

خو د شمالي وزیرستان ځايي خبریال رسول داوړ مشال راډیو ته وویل چې په لومړي ځل چارواکو له رسنیو سره داسې خبر شریک کړی دی.

د سېپټمبر پر ۲۷مه د میرلي پر بایپاس سړک د ملېشه ځواک پر سرتېرو ځانمرګی شوی وو چې پکې ۲۱ سرتېري ټپي شوي ول.

په میرامشا کې مېشتو امنیتي ځواکونو پر هم هغه ورځ رسنیو ته خبر ورکړ چې د بریدګرو او د هغوی د مرستیالانو پرضد کارروايي کوي. هغوی ویلي ول چې پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د ککړو کسانو کورونه به ړنګوي، هغوی به له سیمې باسي او پرضد به یې مقدمې جوړوي.

تر دې مخکې پوځ په هدفي بریدونو کې د ککړتیا په تور د یوشمېر مشکوکو وسله والو د نیولو دعوه کړې وه خو د هغوی په اړه یې لا نور معلومات نه دي ورکړي.


په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه چې د عملیاتو په نتیجه کې یې سیمه له وسله والو پاکه کړې وه او د بې کوره شویو خلکو ستنولو لړۍ یې جاري ساتلې ده.

ځايي خلک وايي چې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته په لومړيو دوو کلونو کې هلته امن وو خو له ۲۰۱۸ز کاله بیا هدفي بریدونه پیل شول چې تر اوسه پکې په سلګونه فعالانو، مشرانو، سیاستولانو، دیني عالمانو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.


په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښتې او یو پر بل بریدونه هم زیات شوي دي.

ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا هلته د بدامنۍ او هدفي وژنو پرضد پراخ احتجاجونه هم کړي دي. تازه بېلګه یې د جولای له ۱۷مې راهیسې د اتمانزیو روان پرلت دی.

دوی غوښتنه کوي چې پوځ او حکومت دې دوی ته په سیمه کې د امنیت ټينګولو داسې باور ورکړي چې د ډاډ وړ وي.

په شمالي وزیرستان کې پوځي او د ضلعي انتظامې چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په تېر یو کال کې هلته ۱۲۶ وسله وال وژل شوي چې پکې ۶۰ فیصده د حافظ ګال بهادر ډلې وسله وال دي. هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي زیاتوي، ۲۵۶ نور مشکوک وسله وال او د هغوی مرسته کوونکي نیول شوي او ورڅخه پلټنې روانې دي. خو یوشمېر ځايي خلک وايي، د چارواکو پر ادعاوو باور نه شي کولای. مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د انتظامي او پوځي چارواکو د دعوو تصدیق نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG