د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ښوونځي ډرايور تر وژنې وروسته د شخصي سکولونو ټولنې احتجاج وکړ


په سوات کې د سکول پر ډرايور تر حملې وروسته د خلکو مظاهره
په سوات کې د سکول پر ډرايور تر حملې وروسته د خلکو مظاهره

د خیبر پښتونخوا په سوات کې سکول ته د زده کوونکو په وړونکي ګاډي تر برید وروسته د شخصي سکولونو اتحادیې او زده کوونکو مظاهره کړې ده.

پولیس وايي په دې برید کې ډرايور وژل شوی او یو زده کوونکي ټپي شوی چې روغتيايي حالت یې ښه دی. د سوات پولیسو مشر زاهد نواز د اکتوبر په لسمه مشال راډيو ته وويل چې نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د چارباغ تحصيل ګلي باغ سيمه کې د يوه شخصي سکول ګاډي ماشومان اخیستي وو چې ورباندې پر موټر سپاره يو وسله وال ډزې وکړې.

تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

د زاهد نواز په وينا د پولیسو ابتدايي پلټنې ښيي چې په دې حمله کې د ترهګرۍ عنصر نشته او دا شخصي دښمني ښکاري خو په سوات کې د شخصي سکولونو ټولنې مشر ثواب خان مشال راډيو سره په خبرو کې د پولیسو دا ادعا بې ځايه وبلله. هغه زياته کړه چې ډرايور غریب سړی وو او د هېچا سره یې دښمني نه وه.

ثواب خان د اکتوبر په لسمه مشال راډيو ته وويل: "دا ښکاره پر سکولونو او زده کوونکو برید دی. ډرايور ذاتي دښمني نه درلوده. له څه مودې راهیسې دلته وسله وال فعال دي او کوښښ کوي چې امنيت ګډوډ کړي. موږ بیا بیا حکومت ته ويلي او اوس يو‌ ځل بیا غوښتنه کوو چې دلته دې امنيت برابر کړي."

هغه زیاتوي چې احتجاج به یې دوه ورځې دوام کوي او سکولونه به بند وي. د سوات پولیسو مشال راډيو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د پېښې بشپړ تحقیقات به کوي.

د سوات پولیسو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه او پر فیسبوک ليکنه کې ويلي چې وژل شوی ډرايور حسین احمد د ګلي‌باغ سیمې اوسېدونکی وو. د دوی په خبره نوموړي د سوات پبلک سکول او ده نالج سکول ماشومانو د وړلو راوړلو قراردادي وو او په خپل موټر کې یې هر سهار د دغو ښوونځيو ماشومان له کورونو وړل.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېر اګست له میاشتې راهیسې ناامنۍ زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيوو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

په سوات کې خلکو د اګست له مياشتې راهیسې په بېلابېلو لاریونونو کې ويل چې په غرونو کې وسله وال ښکاره شوي دي. تر دې ووروسته پوځ وويل چې په ملاکنډ کې به عمليات کوي او په زرګونو امنيتي سرتیري یې ځای پر ځای کړي دي.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو داسې اندېښنې خپرې شوې چې دغه وسله وال د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو په نتيجه کې سوات ته تللي دي. خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار، او د حکومت د مذاکراتو پلاوي مشر، بیريسټر محمد علي سېف هغه مهال مشال راډيو ته ويلي وو چې "وسله والو ته غلط فهمي شوې وه او هغوی ته دا پيغام ورکړل شو چې له دغو غرونو په شا شي"چې د هغه په وينا همداسې وشول.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG