د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د وسله والو د مخنیوي لپاره زرګونه پوځيان او پوليس لېږدول شوي


په سوات کې د امنیت د برقرار ساتلو په موخه دا جرګه د سېپټېمبر پر ۲۴مه وشوه.
په سوات کې د امنیت د برقرار ساتلو په موخه دا جرګه د سېپټېمبر پر ۲۴مه وشوه.

په سوات کې د امنیت د برقرار ساتلو په موخه دا جرګه د سېپټېمبر پر ۲۴مه وشوه چې پکې د ځايي مشرانو ترڅنګ د پولیسو د ادارې مشرانو هم ګډون وکړ.

د دې ترڅنګ په دې لویه جرګه کې د صوبايي اسمبلۍ غړو، ځايي سیاسي مشرانو، حکومتي چارواکو او د کلیوالو کونسلونو غړو هم برخه واخېسته.

جرګې ته د وینا پر مهال د سوات د پولیسو یو مشر ډي ايي جي ذیشان اصغر وویل، د امنیت د پر ځای ساتلو په موخه د پوځ درې ډویژنه دستې سوات ته رسېدلې دي. د یادولو وړ ده چې په یوه ډویژن کې اته زره سرتېري موجود وي. نوموړي وویل، وسله وال د سوات د غرونو ځینو سیمو پورې محدود کړل شوې دي چې د څو اوونیو په موده کې به هغه سیمې هم تصفیه شي.

د سوات جرګه کې پر امنیتي چارو خبرې وشوې.
د سوات جرګه کې پر امنیتي چارو خبرې وشوې.

جرګې ته د وینا پر مهال د سوات د سوداګرو د اتحادیې مشر عبدالرحیم پر خلکو غږ وکړ چې د امن د راوستلو په خاطر دې د وسله والو پر ضد د امنیتي ادارو ترڅنګ ودرېږي. نوموړي زیاته کړه چې په سوات کې امنیت د ډېرو قربانیو نه پس مخې ته راغلی دی او خلک باید وسله والو ته دا اجازه ورنه کړي چې د سیمې امنیت ګډو وډ کړي.

په جرګه کې د عوامي نېشنل ګوند استازیتوب د صوبايي اسمبلۍ غړي شیر شاه خان کولو. نوموړي په خپله وینا کې وویل، پخوا د سوات ملا فضل الله خلک د مذهب په نوم د ځان خوا ته ټولول خو اوس وسله وال له خلکو قلنګ او غچ اخیستل غواړي نو خلکو له نه دي پکار چې خبره یې ومني. نوموړي پر حکومت هم غږ وکړ چې د وسله والو خلاف دې خپله کړنلاره روښانه کړي.

په سوات کې دا جرګه په داسې وخت کې شوې چې هلته په دې وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي او د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي. خو بل پلو، د سوات د پولیسو یو بل مشر اېس اېس پي ارشد خان جرګې ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ادارې او پولیس په ګډه د وسله والو پر ضد په سیمه کې عملیات کوي او حکومت د وسله والو پر ضد په کارروایۍ کې جدي دی.

XS
SM
MD
LG