د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر له روغتونه زندان ته وړل شوی دی


علي وزیر د سېپټېمبر پر نهمه نېټه له زندانه روغتون ته انتقال شوی وو. پخوانی انځور
علي وزیر د سېپټېمبر پر نهمه نېټه له زندانه روغتون ته انتقال شوی وو. پخوانی انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر له روغتون فارغ کړل شوی او د کراچۍ زندان ته وړل شوی دی.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترین مشال راډیو ته وويل د زندان چارواکيو نن (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) علي وزیر له جناح روغتون د کراچۍ زندان ته انتقال کړی البته چارواکو د دې خبرې تصديق نه دی کړی.

علي وزیر په معده کې د تکلیف او په وينه د شکر زياتېدو له کبله د سېپټېمبر پر نهمه نېټه له زندان څخه روغتون ته وړل شوی وو. ډاکټران وايي چې د نوموړي درملنه بشپړه شوې ده.

علي وزیر له څه دپاسه يوه نيم کال راهيسې د کراچۍ په زندان کې دی او نوموړي ته د ترهګرۍ ضد عدالت په څلورو واړو مقدمو کې ضمانت ورکړی دی. خو د کراچۍ زندان یو چارواکی د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې هغه ښايي په دوه یا درو ورځو کې خیبر پښتونخوا ته ولېږدول شي.

هغه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې یې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، زیاته کړه، له روغتونه تر فراغت وروسته وزیر په شمالي وزیرستان کې په یوه مقدمه کې د اورېدنو لپاره خیبر پښتونخوا ته لېږدوي.

د نوموړي وکیل قادر خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، عدالت د سېپټېمبر پر ۱۳مه په کراچۍ کې په څلورمه او وروستۍ مقدمه کې د وزیر ضمانت درخواست منظور کړی وو خو د هغه پرضد په میرامشا کې مقدمه دایره شوې ده نو ځکه پولیسو او د زندان چارواکو د خالي (شنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا پولیسو ته سپارلی دی.

خان وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د علي وزیر پرضد د لاوډ سپیکر د ناسمې کارونې مخنیوي او مجازاتو له قانون سره سمه مقدمه دایره شوې وه او د بنو عدالت ورغوښتی وو.

د ده په خبره، د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې د بنو پولیسو د کراچۍ زندان چارواکو او د ترهګرۍ ضد عدالت ته درخواست ورکړی وو چې وزیر دې د بنو عدالت ته د حاضرېدو لپاره وروسپاري. په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د خیبر پښتونخوا پولیسو ته اجازه ورکړې وه او ویلي یې ول چې هغه به د کراچۍ په مقدمو کې د ویډیو له لارې وړاندې کېږي، خو د ترهګرۍ ضد بل عدالت درخواست رد کړی وو.

د بنو او میرامشا پولیسو ته د وزیر د سپارلو دا اقدام پر داسې وخت شوی دی چې نوموړی د سېپټېمبر له ۱۰مې راهیسې د کراچۍ په جناح روغتون کې بستر دی. ډاکتران وايي، د علي وزیر صحت اوس ښه شوی او د سېپټېمبر پر ۲۶مه یې له روغتونه فارغوي.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر علي وزير د شکر ناروغي هم لري او تر دې مخکې د جولای په پیل کې هم په جناح روغتون کې بستر شوی وو. نوموړي هغه مهال دعوه کړې وه چې په روغتون کې یې ژوند ته خطر دی او هلته ورباندې دوه ځلې د حملې هڅه شوې وه. د زندان چارواکو او پولیسو د نوموړي د دې دعوې په غبرګون څه نه ول ویلي.

پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه له پېښوره ګرفتار کړی وو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره. د هغې صوبې پولیسو ویلي ول چې پر نوموړي په سهراب ګوټ کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو مقدمه دایره شوې چې پکې د هغه ګرفتاري اړینه وه. د پاکستان سپریم کورټ نوموړي ته په هغه مقدمه کې ضمانت ورکړ خو پولیسو نورې درې مقدمې هم په ډاګه کړې چې پکې سیند های کورټ د شاه لطیف ټاون د ۲۰۱۸ز کال، د ترهګرۍ ضد عدالت د سهراب ګوټ د ۲۰۱۹ز کال او د ترهګرۍ ضد بل عدالت د بوټ بېسڼ تاڼې د ۲۰۱۸ز کال په مقدمه په مقدمو کې نوموړي ته ضمانت ورکړ.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر د څه د پاسه یو کال او نهه میاشتو بند پر مهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې، لاریونونه او احتجاجي ناستې کړې دي. له دې پرته یوشمېر سیاسي ګوندونو او فعالانو هم په بیا بیا د نوموړي د خوشې کولو غوښتنې کولې.

پي ټي اېم د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۱۳مه د وزیر د خوشې کولو په موخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو چې ۲۳ ورځې وروسته یې له صوبايي حکومت سره تر ليکلي موافقې وروسته وځنډاوه.

د سیند حکومت په لومړیو وختونو کې ویل چې د وزیر پرضد په مقدمو کې عدالتونو اورېدنو ته دوام ورکړی نو ځکه پکې د لاسوهنې واک نه لري خو د غورځنګ تر پرلت وروسته یې په لیکلې موافقه کې ژمنه کړې وه چې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG