د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته حواله کړل شو


علي وزیر د دسمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته نیول شوی وو چې نوموي د پېښور د ارمي‌ پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو د شپږم تلین په غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.
علي وزیر د دسمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته نیول شوی وو چې نوموي د پېښور د ارمي‌ پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو د شپږم تلین په غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

علي وزیر د دسمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د دسمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو.

د علي وزیر ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي او مشران هم یاد عدالت ته وړاندې کړل شول.

پولیسو نن عدالت ته درخواست وکړ چې علي وزیر او د پي ټي اېم دا نور غړي دې د جنورۍ تر ۱۷مې نېټې پورې هغوی ته ریمانډ ور وسپارل شي خو عدالت د هغوی دا غوښتنه ونه منله او دا ټول کسان یې د دسمبر تر ۳۰مې په ریمانډ پولیسو ته حواله کړل.

عدالت ته په وړاندې کړل شوو کسانو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین، شېرعلي، حسن او بسم الله هم شامل وو.

علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته حواله کړل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

دا کسان د دسمبر پر ۱۸مه له هغه وروسته نیول شوي‌ وو چې د علي وزیر د نیول کېدو پرضد یې په کراچۍ کې احتجاج کړی وو.

علي وزیر ددسمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته نیول شوی وو چې نوموي د پېښور د ارمي‌ پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو د شپږم تلین په غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

خو پېښور پولیسو ویلي چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی او هغه ته حواله کړی دی.‌

پولیسو پر علي وزیر او ملګرو یې د دسمبر په شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد د وینا کولو تور پورې کړی دی.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه چې په زرګونه خلک پکې شریک وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دسمبر پر ۱۷مه د غورځنګ له ځینو نورو مشرانو سره یو ځای د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه د غورځنګ پر پلویانو غږ کړی وو چې د علي وزیر د ګرفتارۍ پر ضد د دسمبر پر ۱۸مه احتجاج وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د علي وزیر نیول، د ریاست د جبر د پالیسۍ انځورګري کوي.

د منظور پښتین په غوښتنه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه وشو او د علي وزیر د خوښي کولو غوښتنه وشوه.

د دې تر څنګ له پاکستانه بهر د افغانستان او نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په ځینو ښارونو کې هم په دې اړوند مظاهرې شوې وې.

XS
SM
MD
LG