د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير د وزيرستان په يوه مقدمه کې بنو پوليسو ته سپارل شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ  منتخب غړی علي وزير په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ  منتخب غړی علي وزير په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ منتخب غړی علي وزير نن (د سېپټېمبر پر ۲۴مه) په کراچۍ کې د خيبر پښتونخوا بنو پوليسو ته سپارل شوی دی.

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ د سېپټېمبر پر ۲۴ مه مشال راډيو ته وويل چې د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې په جوړو شويو څلور واړو مقدمو کې تر ضمانت وروسته اوس هغه د بنو پوليسو ته سپارل شوی دی.

د نوموړي خلاف د شمالي وزيرستان په ميرامشاه کې په ۲۰۲۰ز کال کې د لوډ سپيکر اېکټ پر ضد مقدمه درج شوې وه چې د بنو عدالت ته راوړل شوې وه.

د بنو پوليسو ته د علي وزير د سپارلو ګام تر هغه وروسته اخيستل شوی چې د کراچۍ پوليسو لخوا د هغه د خوشې کېدو امر جاري شو.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د سېپټېمبر پر ۱۳مه د علي وزير پرضد په څلورمه او وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور کړی وو.

نوموړی دا مهال د کراچۍ په جناح روغتون کې داخل دی او درملنه يې روانه ده.

علي وزير له څه باندې يو نيم کال راهيسې په کراچۍ کې بندي وو. پر هغه د رياست ضد وينا او خلکو پارولو تورونه دي. خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG