د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین وايي د علي وزیر تر خوشې کېدو پورې پرلت ته دوام ورکوي


منظور پښتین وايي د علي وزیر تر خوشې کېدو پورې پرلت ته دوام ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند حکومت دا واک لري چې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي غړو پرضد له مقدمو لاس واخلي او هغوی خوشې کړي. پښتین دا خبره د فبرورۍ پر ۱۳مه په داسې حال کې مشال راډیو ته کړې چې د وزیر پرضد د کراچۍ په عدالت کې مقدمې روانې دي او پر هغه د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي. پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې (اتوار) له ورځې څخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د پرلت وهلو اعلان کړی دی او وايي، د وزیر تر خوشې کېدو پورې ورته دوام ورکوي. د سیند حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو لسګونه پولیسان د اسمبلۍ په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي. پولیس وايي، هغه سیمه له امنیتي پلوه خورا مهمه ده نو ځکه پکې څوک احتجاج ته نه پرېږدي. له پښتین سره ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG