د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير له زندانه روغتون ته لېږدول شوی دی


علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له نیمايي راهیسې زنداني دی - پخوانی انځور.
علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له نیمايي راهیسې زنداني دی - پخوانی انځور.

د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزیر د صحت خرابېدو له وجې د کراچۍ په سرکاري جناح روغتون کې بستر شوی دی.

د روغتون مشر ډاکتر شاهد رسول د سېپټېمبر ۱۰مې شپې مهال مشال راډیو ته وویل، د زندان چارواکو د خالي یا شنبې پر ماښام وزیر د معدې او نس درد تر شکایت وروسته روغتون ته ولېږداوه.

رسول وايي، ډاکترانو د وزیر درملنه پیل کړې او که هغه اجازه ورکړي نو د سېپټېمبر پر ۱۲مه به یې د وجود کمپیوټري ټوموګرافي (سي ټي) سکین (عکسونه) واخلي او نورې معاینې یا ټېسټونه به یې هم وکړي چې د هغه ناروغي تشخیص شي.

رسول البته زیاته کړه چې د وزیر روغتیايي وضع اوس تر پخوا ښه شوې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر علي وزير د شکر ناروغي هم لري او تر دې مخکې د جولای په پیل کې هم په جناح روغتون کې بستر شوی وو. نوموړي هغه مهال دعوه کړې وه چې په روغتون کې یې ژوند ته خطر دی او هلته ورباندې دوه ځلې د حملې هڅه شوې وه. د زندان چارواکو او پولیسو د نوموړي د دې دعوې په غبرګون څه نه ول ویلي.

پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه له پېښوره ګرفتار کړی وو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپاره. د هغې صوبې پولیسو ویلي ول چې پر نوموړي په سهراب ګوټ کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو مقدمه دایره شوې چې پکې د هغه ګرفتاري اړینه وه. د پاکستان سپریم کورټ نوموړي ته په هغه مقدمه کې ضمانت ورکړ خو پولیسو نورې درې مقدمې هم په ډاګه کړې چې پکې سیند های کورټ د شاه لطیف ټاون د ۲۰۱۸ز کال او د ترهګرۍ ضد عدالت د سهراب ګوټ د ۲۰۱۹ز کال په مقدمو کې نوموړي ته ضمانت ورکړی دی.

په عدالت کې اوسمهال د بوټ بېسڼ تاڼې د ۲۰۱۸ز کال په مقدمه کې د وزیر د ضمانت درخواست اورېدنه روانه نو ځکه تر اوسه زنداني دی.

پر نوموړي په ټولو مقدمو کې د دولت پرضد د څرګندونو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې هغه، وکیل یې او پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا رد کړي دي.

غورځنګ او وزیر وايي، د پاکستان له ایین او قانون سره سم یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې او ورته دوام ورکوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د وزیر د خوشې کولو لپاره څو ځل مظاهرې کړې دي او خواخوږو یې د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

پي ټي اېم د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۱۳مه د نوموړي د خوشې کولو په موخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو چې ۲۳ ورځې وروسته یې له صوبايي حکومت سره تر ليکلي موافقې وروسته وځنډاوه.

حکومت هغه مهال له غورځنګ سره ژمنه کړې وه چې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG