د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزير ضمانت منظور شو


علي وزير (انځور له ارشيفه)
علي وزير (انځور له ارشيفه)

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د قامي اسمبلۍ د غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر په څلورمه مقدمه کې هم ضمانت منظور کړ.

د علي وزیر وکیل قادر خان د سپتمبر په ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل چې عدالت په یو لاک روپو د علي وزیر ضمانت منظور کړ. نوموړي زیاته کړه: "دا فېصله جج نن د ترهګرۍ ضد په ۱۲م نمبر عدالت کې واوروله. دا ضمانت علي وزیر ته د بوټ بېسن په مقدمه کې ورکړل شو."

د علي وزیر په ګډون دا مقدمه په بوټ بېسن تاڼې کې په ۲۰۱۸م کال کې د شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یو غړي مزمل شاه درج شوې وه. پر علي وزیر تور وو چې نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال د سهراب ګوټ له جلسې وړاندې بوټ بېسن سیمې ته د کمپاين لپاره تللی وو.

پر علي وزیر په ټولو مقدمو کې د ریاست پرضد د څرګندونو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې هغه، د نوموړي وکیل او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په بیا بیا دا تورونه رد کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د نوموړي د خوشې کولو لپاره څو ځل مظاهرې هم کړې دي. غورځنګ او علي وزیر وايي، د پاکستان له ایین او قانون سره سم یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې او ورته دوام ورکوي. دوی وايي علي وزير ته د پاکستان ايين دا حق ورکړی چې هغه د خپل فکر اظهار د تقریر یا جلسې له لارې وکړي.

د دې غورځنګ مشر منظور پشتين د سپتمبر په ۱۳مه پر ټويټر د علي وزير په ضمانت خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د هغه سره د علاالدين او محمدالله ضمانت هم منظور شوی دی.

د علي وزير وکیل قادر خان مشال راډيو ته وويل چې پر موکل یې نورې مقدمې نه دې پاتې. هغه زیاته کړه چې په کراچۍ کې پر وزير څلور مقدمې جوړې شوې وې چې په څلورو واړو کې د نوموړي ضمانت منظور شو.

د یادونې ده چې علي وزیر د سپتمبر پر ۱۰مه د ناروغۍ وروسته د کراچۍ جناح روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی. د روغتون مشر ډاکتر شاهد رسول مشال راډیو ته ویلي چې د زندان چارواکو د خالي یا شنبې پر ماښام وزیر د معدې او نس درد تر شکایت وروسته روغتون ته ولېږداوه. نوموړی وايي، ډاکترانو د وزیر درملنه پیل کړې او زیاتوي چې د وزیر روغتیايي حالت اوس تر پخوا ښه شوې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر علي وزير د شکر ناروغي هم لري او تر دې مخکې د جولای په پیل کې هم په جناح روغتون کې بستر شوی وو. نوموړي هغه مهال دعوه کړې وه چې په روغتون کې یې ژوند ته خطر دی او هلته ورباندې دوه ځلې د حملې هڅه شوې وه. د زندان چارواکو او پولیسو د نوموړي د دې دعوې په غبرګون څه نه ول ویلي.

XS
SM
MD
LG