د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي ناروغه علي وزير له زندانه روغتون ته وړل شوی


علي وزير په يوه خبري غونډه کې خبرې کوي (انځور له ارشيفه)
علي وزير په يوه خبري غونډه کې خبرې کوي (انځور له ارشيفه)

د سیند صوبې چارواکي او ډاکټران وايي د قامي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير ناروغه دی او د کراچۍ جناح روغتون ته وړل شوی دی.

د کراچۍ زندان د انتظاميې يو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د جون په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې علي وزير بيګا د کراچۍ له مرکزي زندانه روغتون ته وړل شوی دی.

د کراچۍ جناح روغتون یو ډاکټر چې نه يې غوښتل نو م يې واخيستل شي هم بېګا ناوخته مشال راډیو ته تاييد کړه چې علي وزیر د درملنې لپاره وړل شوی وو. هغه وويل چې علي وزير د ملا درد د وینې فشار او د پښتورګو ناروغۍ لري او دا مهال يې په روغتون کې ټيسټونه او درملنه روانه ده.

د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ کال په ديسمبر کې علي وزير ونيو او له دې امله یې د کراچۍ پوليسو ته ولېږه چې هلته پرې مقدمه درج شوې وه. د کراچۍ په سهراب ګوټ کې دا مقدمه د هغه او پښتون ژغورنې غورځنګ د ځينو نورو غړيو پر ضد وه. پر هغه تور پورې شوی وو چې نوموړي د پي ټي اېم په يوه غونډه کې د ریاست خلاف وینا کړې وه او خلک یې بغاوت ته هڅولي وو. خو علي وزیر، کورنۍ او وکيلان یې دا ردوي او وايي، د ریاست خلاف نه بلکې د پاکستان په ایین کې دننه یې د پښتون قام د حقونو خبره کړې وه.

د جون په دويمه، د علي وزير وکیل قادر خان مشال راډيو ته ويلي وو چې په همدغه ورځ ججانو په یوه مقدمه کې د نوموړي په اړه فيصله وکړه خو محفوظه یې کړه. د هغه په وينا، ټاکل شوې چې عدالت به د جون پر ۲۳مه خپله فیصله واوروي. نوموړي زياته کړې وه چې د قاضي د چوټۍ (رخصتۍ) او عدالت ته د سرکاري وکیل د نه حاضرېدو له امله د علي وزیر د ضمانت پر درخواست اورېدنه پینځه ځلې ځنډيدلې.

د مې پر ۱۱مه سیند های کورټ د ۲۰۱۸ کال په یوه مقدمه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی وو. تر دې مخکې تېر کال سپریم کورټ د ۲۰۲۰ کال په یوه مقدمه کې نوموړي ته د ضمانت ورکولو امر کړی وو. خو د مې پر ۱۴مه د کراچۍ پولیسو په یوه بله مقدمه کې د نوموړي ګرفتاري په ډاګه کړه. پولیس وايي، هغه مقدمه په ۲۰۱۸ز کال کې د کراچۍ په بوټ بېسن تاڼه کې درج شوې وه.

په ټولو مقدمو کې پر هغه د خلکو پارولو تورونه دي چې نوموړی یې ردوي او وايي دا مقدمې سیاسي دي. پي ټي اېم د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ پر ۱۳مه د نوموړي د خوشې کولو په موخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو چې ۲۳ ورځې وروسته یې له صوبايي حکومت سره تر لیکلې موافقې وروسته وځنډاوه. حکومت هغه مهال له غورځنګ سره ژمنه کړې وه چې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG