د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير وايي روغتون کې ورباندې دوه ځلې برید شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان منتخب استازی علي وزير ــ پخوانی عکس
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان منتخب استازی علي وزير ــ پخوانی عکس

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير ويلي چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دي او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی.

د سیند صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت د نوموړي د دې دعوې په غبرګون څه نه دي ویلي.

وزیر د جون پر ۲۰مه ماښام مهال د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښار سرکاري جناح روغتون ته لېږدول شوی وو. د روغتون یو ډاکټر، چې د موضوع حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، پر همهغه شپه مشال راډيو ته ويلي ول چې علي وزير د ملا درد، د وینې فشار او د پښتورګو ناروغي لري او دا مهال يې په روغتون کې طبي ازموينه او درملنه روانه ده.

خو علي وزير د جون ۲۲مې پر ماخوستن د احتجاج په توګه له روغتونه بهر ووت او و یې ويل چې هلته يې "ژوند خوندي نه" دی.

پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيو کې ښکاري چې علي وزير په لوڅو پښو ولاړ دی او له چارواکو غوښتنه کوي چې نوموړی دې بېرته زندان ته ولېږدوي. نوموړي ويلي، د پاکستان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د هغه د ګډون امر هم شوی دی، نو که چارواکي یې زندان ته لېږدول نه غواړي نو د قامي اسمبلۍ د سپيکر پر امر دې عمل وشي.

دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان پر کلني بجټ بحث روان دی او سپيکر راجا پروېز اشرف د جون پر ۲۱مه د بجټ په غونډه کې د علي وزير د ګډون امر خپور کړی وو.

علي وزير د روغتون مخې ته په وينا کې زياته کړه چې په ټول کال کې د بجټ دا يوه غونډه کېږي چې د هرې سیمې استازي د خپلې سیمې او ولسونو پر ستونزو خبرې کوي. "يو ځل چې زه [په ۲۰۱۹ز کال کې] په هريپور زندان کې وم، نو د بجټ له غونډې بې برخې شوی وم او اوس يو ځل بيا ما د بجټ له غونډې محرومول غواړي. پر ما په روغتون کې دوه بریدونه شوي دي. مهرباني وکړئ ما بېرته زندان ته ولېږدوئ."

وزیر په خپلو خبرو کې دا روښانه نه کړه چې چا ورباندې برید یا د برید هڅه کړې ده. خو د هغه د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ يوشمېر پلويان هم ورسره يو ځای د جناح روغتون مخې ته ناست ول او د حکومت، پوليسو او رېنجرز ځواکونو پر ضد يې احتجاج کاوه.

هلته موجودو پوليس افسرانو په روغتون کې پر علي وزير د بريد د ادعا په اړه مشال راډيو ته هېڅ و نه ويل. مشال راډیو د سيند حکومت له وياند مرتضا وهاب او د اطلاعاتو له صوبايي وزير شرجيل انعام مېمن سره هم د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی ټېلېفون ته ځواب و نه وايه. دواړو چارواکو د جون پر ۲۲مه د مشال راډيو د وټس ایپ پيغامونو پر ليدلو سربېره هم څه ډول غبرګون څرګند نه کړ.

اخوا د کراچۍ د جناح روغتون مشر ډاکټر شاهد رسول د جون پر ۲۱مه ويلي ول چې د علي وزير درملنه روانه ده خو نوموړي د جون پر ۲۲مه د مشال راډيو تر بيا بيا پوښتنو وروسته هم څه ځواب ور نه کړ چې په روغتون کې علي وزير ته د ورپېښو ناروغيو درملنه تر کومه حده شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ څانګې مشر نورالله ترین مشال راډيو ته وويل چې له پولیس افسرانو او انتظامیې سره يې د چارشنبې پر شپه ناوخته تر دې موافقې وروسته احتجاج پای ته ورساوه چې علي وزیر به د جون پر ۲۳ مه د ماسپښین تر يوې نيمې بجې پورې بېرته د کراچۍ زندان ته ولېږدول شي او یا به د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته انتقال شي.

نوموړي زياته کړه چې پر دې خبره هم سلا وشوه چې تر هغو چې علي وزير په روغتون کې وي، نو له هغه سره به د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غړي موجود وي.

د روغتون مخې ته په "لوڅو پښو" د علي وزير وروتلو پر ټولنيزو رسنيو پراخ غبرګونونه پارولي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپل يو ټویټ کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ته په خطاب ویلي "ستاسو په جمهوريت کې له علي وزير سره تعصب، پر بلوڅانو تشدد او په رسنيو کې پي ټي اېم ته ځای نه ورکول لا هم دوام لري."

د ټولنيزو رسنيو ځينو نورو کاروونکو بيا پر پاکستان پيپلز ګوند نيوکې کړي، چې په سيند کې واکمن دی. يوشمېر نورو بيا د پاکستان پر رياستي ادارو نيوکې کړې دي.

د پاکستان وزيراعظم، د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو او يا هم د رياستي ادارو استازو تر اوسه هغو غبرګونونو ته ځواب نه دی ويلی خو تر دې وړاندې د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) او د پيپلز ګوند مشرانو له علي وزير سره د "خواخوږۍ څرګندونې" کړې دي.

علي وزير له تېر يونيم کال راهيسې د کراچۍ په زندان کې دی. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو او د هغه پرضد يې په کراچۍ کې د رياستي ادارو پرضد د وينا په تور څلور مقدمې جوړې کړې وې. د پاکستان سپريم کورټ او سيند های کورټ په دوو مقدمو کې علي وزير ته ضمانت ورکړی خو په دوو نورو مقدمو کې لا هم د هغه د ضمانت پر خواست پرېکړه نه ده شوې.

علي وزير له لومړۍ ورځې راهيسې پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې نوموړی د ايين او قانون په دايره کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

پي ټي اېم د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۱۳مه د نوموړي د خوشې کولو په موخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو چې ۲۳ ورځې وروسته یې له صوبايي حکومت سره تر ليکلي موافقې وروسته وځنډاوه.

حکومت هغه مهال له غورځنګ سره ژمنه کړې وه چې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG