د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟
په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
برخې
-
جون ۲۹, ۲۰۲۲
ایا د پاکستان اېتلافي حکومت خپلمینځي اختلافات لري؟
-
جون ۲۲, ۲۰۲۲
ایا په قبایلي ضلعو کې د امنیت لا خرابېدو امکان دی؟