د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ټي پي وايي د فاټا انضمام ختمولو له غوښتنې نه اوړي


د تحريک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسيد ــ انځور له ارشيفه
د تحريک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسيد ــ انځور له ارشيفه

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ويلي چې د پاکستان له حکومت سره یې په مذاکراتو کې له خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو د انضمام ختمول مهمه غوښتنه ده او له دې به "نه اوړي."

د هغې ناقانونه ډلې مشر نور ولي مسيد په هغه ويډيو مرکه کې چې د جون پر ۲۹مه یې خپره کړې، ويلي چې خبرې اترې روانې دي خو "ډېر پرمختګ پکې نه دی شوی."

د پاکستان د وفاق تر انتظام لاندې قبايلي سيمې (فاټا) په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته له خيبر پښتونخوا صوبې سره ګډې شوې او هلته د "فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار)" په نامه رايج قانون پر ځای د پاکستان ايين او قانون عملي شو.

د پاکستان حکومت د نور ولي مسيد د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي خو د جون پر ۲۲مه د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د قبايلي سيمو د انضمام ختمولو غوښتنه غيراييني ده.

هغه زیاته کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره په کابل کې مذاکرات شوي خو حتمي پرېکړه به د پارلېمان تر منظورۍ وروسته کېږي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې دواړو غاړو تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلان کړی دی.

نور ولي مسيد زیاته کړې چې د پاکستان حکومت له خوا د مذاکراتو مشري د پېښور کور کمانډر او د جاسوسي ادارې (ای اېس ای) پخوانی مشر جنرال فیض حميد کوي.

پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو فيض حميد د روان کال په مې مياشت کې د شمالي وزيرستان قومي مشرانو ته ويلي ول چې له تحريک طالبان پاکستان سره خبرې د امن لپاره کوي. هغه زیاته کړې وه چې وسله وال دې خپلو سيمو ته ستانه شي او وسلې دې کښېږدي.

خو نور ولي مسيد ويلي چې وسله وال یې نه تسلیمېږي. نوموړي زياته کړې چې د خبرو په پايله کې يې "ځينې ملګري خوشې شوي" دي.

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي. وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې د مذاکراتو د تېر دور پر مهال هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

د دې خبرو اترو مينځګړتوب په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر هغه هېواد واکمن دي.

کابل ته د افغان طالبانو له ورننوتو سره سم، د افغانستان هغه زندانونه مات شول چې د افغانستان تېر جمهوري حکومت پکې ګڼ وسله وال ساتلي ول.

په ازادو شويو بنديانو کې د تحريک طالبان پاکستان يوشمېر غړي هم شامل ول. تر هغه وروسته ټي ټي پي د پاکستان په بېلابېلو سيمو او په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو کې بريدونه زيات کړي ول.

XS
SM
MD
LG