د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: له ټي ټي پي سره به د مذاکراتو وروستۍ پرېکړه پارلېمان کوي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ــ پخوانی انځور
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ــ پخوانی انځور

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ويلي چې له ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره به د مذاکراتو وروستۍ پرېکړه د هېواد پارلېمان کوي.

رانا ثنا الله د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ملي امنيت شورا تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وويل چې د ټي ټي پي پر "هېڅ داسې غوښتنه به خبرې اترې نه کېږي چې د ايين په چوکاټ کې نه وي."

نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې له تحريک طالبان سره مذاکرات یوه حساسه مسله ده او د پاکستان په ایین کې دننه به یې حل راایستل کېږي.

رانا ثناالله دا هم وویل چې د حکومتي او پوځي مشرانو په یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې "ډېر ژر" به پر دې موضوع په پارلېمان کې بحث وشي.

تر دې وړاندې، د پاکستان په پارلېمان کې له ټي ټي پي سره پر شويو خبرو توندې نيوکې شوي او غوښتنه شوې چې له هغې وسله والې ډلې سره د خبرو په ګډون دې له ترهګرۍ سره پر تړلو ټولو موضوعاتو په پارلېمان کې بحث وشي.

خبريال او شنونکی حق نواز خان وايي چې په پارلېمان کې د پاکستان د ټولو سيمو منتخب استازي موجود وي نو همهلته بايد له ټي ټي پي سره پر مذاکراتو هر اړخیز بحث وشي. "که دا مذاکرات د پاکستان عسکري قیادت په خپل سر کوي، نو که سبا یې څه قسمه اثرات راځي، لکه د تېرو وختونو په شان چې یوشمېر معاهدې شوې وې خو هغه وروسته ماتې شوې، او بیا ډېر زیات تشدد وشو، نو د دې هر څه په نظر کې د ساتلو لپاره سیاسي تګلاره په کار ده."

اسلام اباد د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې له تحريک طالبان پاکستان سره خبرو ته دوام ورکړی. په وروستيو کې يادې ډلې په کابل کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې سره د خبرو د وروستي پړاو پر مهال هغه اوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه چې مخکې د روان ۲۰۲۲ز کال د مې تر ۳۰مې نېټې شوی وو.

هغه جرګه، چې قبایلي مشران، پخواني سرکاري چارواکي، د پارلېمان پخواني او ځینې اوسني غړي او د خیبر پښتونخوا پخوانی ګورنر پکې شامل ول، د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته تللې وه. د جرګې غړو ويلي چې د پوځ له ملاتړه برخمن دي او د پاکستان حکومت هم منلې چې له ټي ټي پي سره خبرې روانې دي.

په پېښور کې د قانوني چارو پوه طارق افغان وايي چې پارلېمان د ولس له منتخبو استازو جوړ دی او هغه د خپل ولس د راتلونکې لپاره د پرېکړې کولو اختیار هم لری. "که یو څوک بيا هم د پارلېمان پر ځينو فیصلو اعتراض لري، هغه به یې مضبوط دلیل وړاندې کوې، چې ګنې پارلېمان ولې کومه فیصله و نه کړي، او هغه به هم داسې دلیل وي، چی د ايین او قانون په چوکاټ کې دننه وي."

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمينځ په مذاکراتو کې ځينې غوښتنې مخې ته راغلې چې د سرچينو په وینا پر ځينو یې سلا شوې او پر ځينو خبرې روانې دي.

د دې تحريک يو قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د افغان طالبانو په منځګړتوب، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي.

د هغې سرچينې په خبره، په غوښتنو کې د ټولو پاکستاني طالب بنديانو خوشې کول، پر ټي ټي پي د دوی په خبره، د پاکستان د ايين غېرشرعي دفعاتو يا مادو نه عملي کول، په ملاکنډ ډېوېژن کې د نظام عدل عملي کول او د ټي ټي پي پر غړو درج مقدمې ختمول شامل دي.

هغه قوماندان له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې پر دوو غوښتنو لا هم مذاکرات روان دي. يوه غوښتنه له قبايلي سيمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ د وتلو او دويمه هغه له خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انضمام ختمول دي.

خو د دې مذاکراتو په اړه پوښتنې راپورته کېږي چې ايا د موافقې په صورت کې به حملې ودرېږي او امن به راشي او که څنګه؟ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د جون پر پينځمه په واڼه کې يوې ولسي غونډې ته وويل چې د دې ضمانت به څوک ورکوي چې سوله به راځي او بیا به په سیمه کې پوځي عملیات نه کېږي؟ نوموړي زیاته کړه چې هلته یو ځل بیا "د نوي جنګ تیارۍ روانې" دي چې د هغو سیمو خلک به اغېزمنوي.

XS
SM
MD
LG