د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان مذاکراتو يوشمېر پښتانه مشران اندېښمن کړي


په خپرو شویو پوسټرونو کې له تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت مذاکرات د سولې لوري ته یو ګام بلل شوی.
په خپرو شویو پوسټرونو کې له تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت مذاکرات د سولې لوري ته یو ګام بلل شوی.

پښتون قام پرسته مشرانو او ګوندونو د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان تر منځ په کابل کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب د شویو مذاکراتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغو مشرانو د جون پر درېیمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې، په کابل کې د شویو خبرو اترو غندنه کړې او وايي چې دا د پښتنو په خاوره یو ځل بیا جنګ ته لاره برابروي. د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پشتین مشال رېډیو ته وویل: "موږ له جنګونو نه تنګ یو. د پاکستان حکومت دې زموږ په خاوره یو ځل بیا د جنګ تیاری نه جوړوي. موږ ته ښکاري چې دا معاهدې هسې د یو جنګ سبب ګرځي."

موږ ته ښکاري چې دا معاهدې هسې د یو جنګ سبب ګرځي.
منظور پښتین

د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر هدایت الله مشال د مذاکراتو په اړه مشال رېډیو ته وویل چې دا باید په سمه طریقه وشي او لپاره یې ضامن پکار دی. نوموړي وویل، پکار ده چې پاکستان، افغانستان، ایران او چین په ګډه خپل کردار ادا کړي.

بل پلو، د یادې جرګې غړي او د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف د جون پر درېیمه مشال رېډيو ته وویل چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر منځ تر نامعلومه مودې پر اوربند غځولو سلا شوې ده. نوموړي وویل چې په ۱۵ ورځو کې به یو ځل بیا د دوی جرګه له هغه ډلې سره د امن مذاکرات کوي.

د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان تر منځ تر نامعلومه مودې پر اوربند غځولو سلا شوې ده.
بیرېسټر محمد علي سیف

دا په داسې حال کې ده چې د جون په دویمه کابل ته له پاکستان نه یوه ۵۳ کسیزه جرګه له ټي تي پي سره د مذاکراتو لپاره ورغلې وه چې له دوه ورځنیو خبرو او مذاکراتو وروسته، د جون پر درېیمه بېرته پاکستان ته ستنه شوه.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب د تحریک طالبان پاکستان لخوا د اوربند د غځولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند غځولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د جون پر دویمه ماخوستن مهال وویل، د اوربند پرېکړه یې په کابل کې له پاکستانه له ورغلې ۵۰ کسیزه جرګې سره په خبرو کې تر "اساسي پرمختګ" وروسته وکړه. طالبانو په بیان کې په خبرو کې د پرمختګ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خراساني په بیان کې ویلي دي چې د "تحریک طالبان پاکستان مشرتابه" په مذاکراتو کې د پرمختګ په پایله کې "تر بل اعلانه اوربند غځولی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې اوربند به تر کومه حده د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي ځکه چې په تېرو وختونو کې پر اوربند سربېره جګړو او بریدونو دوام درلود.

تحریک طالبان پاکستان په خپل هېواد کې په سم ډول د اسلامي قوانینو د پلي کولو، د خپلو بندیانو د خوشې کولو او په قبایلي سیمو کې د ځای پر ځای پوځیانو د شمېر کمولو په ګډون یوشمېر غوښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG