د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت ولې له طالبانو سره خبرې کوي او ایا دا به نتيجه ورکړي؟


پاکستان حکومت ولې له طالبانو سره خبرې کوي او ایا دا به نتيجه ورکړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:06 0:00

د پاکستان پوځ د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حميد په مشرۍ يو پلاوی له ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو لپاره کابل ته تللی. دا خبره د مې پر ۱۷مه نېټه يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته کړې ده. حکومت او پوځ په رسمی توګه لاهم د دې تصديق نه دی کړی. دا لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان حکومت له وسله وال طالبان خبرې کوي بلکې تر دې وړاندې هم د دوی ترمنځ د سولې يوشمېر تړونونه شوي خو بیا مات شوي دي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې له طالبانو سره مذاکراتو ته اړ شوی او که چېرې د دوی ترمنځ يو تړون کېږی نو ایا دا به د پخوانيو هغو برعکس يوه نتيجه ورکړي؟ دا او نورې پوښتنې د چارو له پوهانو سره څېړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG