د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: د حکومت لخوا له تحريک طالبان پاکستان سره پټې خبرې هغوی ته د تسليمېدو په معنا دي


د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري. انځور- ارشیف
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري. انځور- ارشیف

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترمینځ پر مذاکراتو ژوره اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي د جنورۍ پر شپږمه د خپل ګوند د مرکزي اجراییوي کمېټۍ تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، پټې خبرې ناقانونه ګرځول شوي ډلې تحریک طالبان پاکستان ته د تسلیمېدو په معنا دي. هغه زياته کړه چې يادې کمېټۍ د پارلېمان په موجودګۍ کې د حکومت لخوا له وسله والو سره د پټو خبرو اترو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان حکومت د بلاول بوټو زرداري د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د جنورۍ پر پینځمه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې له هغې ناقانونه ډلې سره خبرې درېدلې دي او پرضد یې عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر نهمه د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري په یوه بیان کې د یو میاشتني اوربند د اعلان پر وخت زیاته کړې وه چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې مذاکرات د هېواد د ایین په چوکاټ کې کېږي.

د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د ډېسېمبر پر نهمه د اوربند له پای راهیسې هغې وسله والې ډلې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG