د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان ډلې ترمینځ پر اوربند پټ مذاکرات روان دي


د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهدالله شاهد (ښي لوري ته) په یو نامعلوم ځای کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه
د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهدالله شاهد (ښي لوري ته) په یو نامعلوم ځای کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه

سرچینې وايي، د پاکستان د حکومت او د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د اوربند په موخه پټې خبرې روانې دي.

د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې دا خبرې له شاوخوا "دوو اوونیو راهیسې د لوړپوړو پاکستانیو چارواکو او د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو ترمینځ په افغانستان کې" روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د اکتوبر په پیل کې د اسلام اباد دا دعوه رد کړې وه چې ګواکې د هغې وسله والې ډلې مشرانو له حکومت سره مذاکرات پیل کړي دي.

خو اوس سرچینې وايي، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د تحریک طالبان او د اسلام اباد ترمینځ د مذاکراتو منځګړتوب کوي.

خو په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د نومبر پر دویمه له مشال راډیو سره په مرکه کې له روانو مذاکراتو بې خبري وښوده او په کابل کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا، د مذاکراتو "لومړی مقصد اوربند" دی چې ورسره سم به وسله وال طالبان په پاکستان کې بریدونه نه کوي، او د هغه هېواد پوځ او استخباراتي ادارې به د طالبانو پروړاندې خپلې کارروایانې دروي.

دا خبرې پر داسې مهال کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د افغان طالبانو له واکمنېدو راهیسې په قبایلي ضلعو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې پر پوځ او سرکاري چارواکو بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات پیل کړل چې ورسره سم، طالبان له هغې سیمې ووتل. هغه وخت ګومان کېده چې ګواکې پاکستان طالبانو ته په ماتې ورکولو کې بریالی شوی او پوځ هم په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته په بیا بیا د بریا دعوې وکړې خو له تېر شاوخوا یو کال راهیسې طالبانو خپل فعالیتونه پراخ کړي او هغه یوشمېر ډلې چې له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې وې، ورسره بیا یوځای شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له ترکي ټېلېوېژن ټي ار ټي سره په مرکه کې ویلي ول چې د طالبانو له یوشمېر ډلو سره یې خبرې روانې دي.

نوموړي ویلي ول چې که طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او د پاکستان قانون ومني، نو بښنې ته یې تیار دی.

پر هم هغې ورځ د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې د اکتوبر تر ۲۰مې پورې اوربند اعلان کړ خو تحریک طالبان پاکستان د وزیراعظم وړاندیز رد کړ او خپلو وسله والو ته یې د حملو زیاتولو امر وکړ.

خو دا لومړی ځل نه دی چې عمران خان له طالبانو سره د روغې جوړې په موخه د مذاکراتو خبره کوي. نوموړی چې په ۲۰۱۳ز کال کې د اپوزیشن غړی وو نو هغه مهال یې هم حکومت ته وړاندیز کړی وو چې په پاکستان کې دې تحریک طالبان ډلې ته د افغان طالبانو د قطر د سیاسي دفتر په څېر د دفتر پرانیستو اجازه ورکړي. تر دې یو کال وروسته چې پخواني وزیراعظم نواز شریف له طالبانو سره د خبرو هڅې کولې نو هغې ډلې د عمران خان نوم د خپل استازي په توګه اعلان کړی وو خو نوموړي د هغوی له نمایندګۍ انکار وکړ.

د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې په یوه مشکوکې ودانۍ کې د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۱۴ز کال د جولای لومړۍ نېټې انځور.
د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې په یوه مشکوکې ودانۍ کې د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۱۴ز کال د جولای لومړۍ نېټې انځور.

سرچینې وايي، د تحریک طالبان او د پاکستان د استخباراتي چارواکو ترمینځ یوشمېر غونډې شوې دي او دواړه خواوې هڅه کوي چې د خپلو غوښتنو په اړه ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو یوه مهمه غوښتنه د ۱۰۰ بندیانو خوشې کول دي چې په بدل کې به یې هغوی ډزبندي اعلان کړي.

طالبان پر قبایلي سیمو د خپل کنټرول غوښتنه هم کوي چې د سرچینو په باور ورباندې د حکومت راضي کېدل ناشوني ښکاري.

تحریک طالبان پاکستان ډله په ۲۰۰۷ز کال کې جوړه شوې وه چې له هغه وخت راهیسې یې له حکومت سره یوشمېر موافقې کړي چې د سولې باعث نه شوې او د هرې هوکړې تر ماتېدو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی وو.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ز کال پر ۱۶م ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان تر وسله وال برید وروسته د هغې ډلې پرضد د هېواد پرکچ عملیات اعلان کړل. هغه مهال ملا فضل الله د طالبانو مشر وو چې وار له مخه افغانستان ته تښتېدلی وو. اوسمهال نور ولي مسید د تحریک طالبان پاکستان مشر دی.

پر ارمي پبلېک سکول په برید کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. په هغه حمله کې د وژل شویو او ژوبلو زده کوونکو میندو او پلرونو په اکتوبر کې په اسلام اباد کې مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې طالبان دې د بښلو پرځای عدالت ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG