د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ټي ټي پي پر غوښتنه د فاټا انضمام ختمولو شرط منلی شي؟


FATA MAP Whole
FATA MAP Whole

تحریک طالبان پاکستان اسلام اباد ته د سولې لپاره چې کوم شرطونه وړاندې کړي په هغو کې یو دا هم دی چې د قبایلي سیمو ازاد حیثیت دې بحال کړل شي.

دوی دا څرګندونې د جون په لومړۍ اوونۍ کې کابل ته ورغلې جرګې ته کړي په کومه کې چې له ۵۰ زیات غړي شامل وو چې د مشرانو ترڅنګ پکې ځیني حکومتي چارواکي هم شامل وو. دوی د کابل په انټرکانټینېنټل هوټل کې د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره لیده ـ کاته وکړل.

تحریک طالبان پاکستان پر دې سربېره په خپل هېواد کې په سم ډول د اسلامي قوانینو د پلي کولو، د خپلو بندیانو د خوشې کولو او په قبایلي سیمو کې د ځای پر ځای پوځیانو د شمېر کمولو غوښتنې هم کړې دي.

خو پوښتنه دا ده چې طالبان ولې د قبایلي سیمو د ازاد حیثیت د بحالولو غوښتنه کوي او ایا حکومت به د هغوی دغې غوښتنې ته غاړه کې هم ږدي که څنګه؟

تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند غځولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

په دغه اړه بیګا (د جون په درېیمه) مشال راډیو سره په خبرو کې د سیاسي او سیمه ییزو چارو شنونکي ډاکټر عرفان اشرف وویل، پارلیمان د یو اوږد عمل نه وروسته د فاټا د انضمام په اړه په اکثریت سره قانون منظور کړی دی او اوس به له دغې په شا کیدل اسان کار نه وي. نوموړي زیاته کړه چې طالبان له دې لارې خپل تنظیمي جوړښت قوي کول غواړي.

هغه وايي:

"د تحریک طالبان پاکستان اکثره مشران مسید دي خو که په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وکتل شي نو مسید پولو ته لاس رسی نه لری. له افغانستان سره په لګېدلو سیمو کې وزیر مېشت دي. مسید غواړي د اقتصادي ګټو لپاره پخوانۍ قبایلي سیمې بیرته په زاړه حالت کې راولي. دا پوله د غیرقانوني کاروبار یوه لویه وسیله ده او چې څوک په دې سیمه کې ژوندی پاتې کیدل غواړي نو باید پولو ته لاسرسی ولري. دا پیسې بیا د ترهګرۍ د ودې لپاره کارول کیږي."

له کابله ستانه شوي د جرګې غړي وايي چې مذاکرات ډیر په ښه انداز ترسره شوي دي او اوس مهال وسله وال طالبان په اوربند باندې رضا شويدي چې دا د سیمې د امنیت په حواله یو لوی پرمختګ دی.

پشتین: طالبانو سره دې پوځ نه بلکې قامي مشران خبرې وکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:14 0:00

د جرګې یو غړی او د خیبر پښتونخوا پخوانی ګورنر انجینیر شوکت الله وايي چې په مذاکراتو کې دواړو خواوو بیلا بیل تجویزونه ورکړي دي چې راتلونکي وخت کې به پرې نورې خبرې کیږي. نوموړي وویل چې د فاټا د انضمام په حواله د جرګې د خپلو غړو هم بیلابیل نظرونه دي چې بحث ورباندې کېدی شي. نوموړی وايي:

"دا خبره مهمه نه ده چې د فاټا د انضمام په اړه زما ذاتي نظر څه دی؟مهمه داده چې دواړه خواوې په څه رضا کیږي؟ "

انجینیر شوکت الله وویل چې خبرې لا روانې دي او له دواړو خواوو بیلا بیل تجویزونه وړاندې شوې دي.

سرچینې وايي چې دې جرګې ته د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو مرسته ترلاسه ده خو حکومت په ښکاره د جرګې سرکاري حیثیت نه مني. د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا ویاند او د جرګې یو ګډونوال بیرسټر محمد علي سیف د جون په درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د فاټا د انضمام په حواله یې د طالبانو دریځ اوریدلی دی او هغوی ته یې ویلي دي چې د قانون د بدلون خپل طریقه کار وي او د هغې لپاره به د متعلقه خلکو او ادارو سره خبره کول وي. نوموړي زیاته کړه چې دا سرکاري جرګه نه ده بلکې د پښتنو مشرانو جرګه ده چې د سولې لپاره هڅې کوي.

ليفټیننټ جنرل فیض حميد: ټي ټي پي دې له جګړې لاس واخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:56 0:00


د خیبر پښتونخوا د سیاسي او ولسي مشرانو د جرګې او طالبانو تر مینځ دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان پولې ته نږدې سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه ګړندي شوي دي او ځايي خلک د بدامنۍ پیښو اندیښمن کړي دي.

پخوانۍ فاټا د ۲۰۱۸م کال په مې کې په خیبر پښتونخوا کې شامله کړل شوې وه او اوس هلته د ملک د نورو برخو په شان ملکي قانون پر ځای دی.

XS
SM
MD
LG