د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: د نجونو د تعلیم په اړه له طالبانو سره خبرې کوو


د بلاول بټو زرداري او د امريکا خارجه وزير اېنتني بلېنکن ترمنځه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ليده کاته وشول.
د بلاول بټو زرداري او د امريکا خارجه وزير اېنتني بلېنکن ترمنځه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ليده کاته وشول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ویلي چې په افغانستان کې د نجونو په تعليم د بندېز په اړه به د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مينځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې او ډز بندي د ډاډ وړ اشاره ده.

بلاول بوټو زرداري دغه خبره د مې پر ۱۹مه، د امريکا د سفر په مهال له سي اېن اېن ټي وي سره په مرکه کې کړې ده.‌

نوموړي په دې مرکه کې د پاکستان او د تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو ترڅنګ په افغانستان کې د موجوده حالاتو او د افغانستان او د پاکستان پر اړیکو هم خبرې وکړې.

بلاول بوټو وویل، افغان ولس د خوراک د کمي ترڅنګ له نورو ستونزو سره مخامخ دی او پاکستان د افغانستان روانې شخړې د هوارولو لپاره له نړۍ سره مرستې ته تيار دی.

بلاول بوټو دا هم وویل چې په افغانستان کې د نجونو پر تعليم د بندېز په اړه به د طالبانو له حکومت سره هم خبرې اترې کوي.

نوموړی وايي، د افغانستان د نوي حکومت منلو په اړه دوی له نړيوالې ټولنې سره ولاړ دي او په دې اړه به د پاکستان پرېکړه د نړيوالې ټولنې له پرېکړې سره سمه وي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ يې ډز بندي کړې ده.

د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې افغان طالبان د پاکستان او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب هڅې د خیر غوښتنې په نیت کوي.

بلاول بټو زرداري‌ له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په اړه وویل، " تر څو چې د ترهګرۍ تعلق دی، پاکستان په ترهګرۍ سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او موږ په افغانستان کې رژيم (د طالبانو حکومت) ته ګورو چې دوی د ترهګرۍ په هلوځلو کمولو کې خپل رول ولوبوي او دا يقينا چې د ډاډ وړ اشاره ده."

بلاول وویل، موږ نه يوازې د حالاتو څارنه کوو، بلکې له خپلې خوا د ترهګرۍ د مخنيوي هڅه کوو، او هيله لرو چې د افغانستان رژيم به له نړۍ سره خپله ژمنه پوره کړي او خپله خاوره به د ترهګرۍ پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي."

تر دې وړاندې بلاول بټو زرداري او د امريکا بهرنیو چارو وزير اېنتوني بلېنکن ترمنځه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ليده کاته وشو.

د ملاقات په مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزير بلاول بټو زرداري وويل، دا يوه موقع ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره په ګډه کار وشي.

د ده په وینا، تجارتي اړيکې ښې شي، امريکايي او پاکستاني سرمايه کار په ګډه کار وکړي او دواړه هېوادونه به د داسې موقعو زياتولو لپاره هم هڅې کوي.

نوموړي وویل، "موږ د پاکستان او امريکا ترمېنځ د اړيکو لا پراخولو ته هيله مند يو چې ستاسو او ستاسو له انتظاميې سره په ګډه کار وکړو چې داسې د پاکستان او امريکا ترمنځ تجارتي اړيکې ښې شي او په پاکستان کې د امريکايي سرمايه کارو لپاره نورې موقعې پېدا کړل شي."

په دې ملاقات کې د امريکا بهرنیو چارو وزير اینتوني بلېنکن وويل د خوراک خونديتوب يو نړيوال چېلنج دی او په خصوصي توګه د روس له خوا پر اوکراين تر برید وروسته دا چېلنج لا زيات شوی دی.

د ده په وینا، دا ځکه چې د دې له امله ۴۰ مېلينونه نور خلک هم د خوړو خونديتوب نه محرومه شوي دي.

بلېنګن زیاته کړه، "زموږ پام د پاکستان او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو، سيمه ييز امنيت او نورو ستونزو ته ده. امريکا دا تعلقات نور پراخول غواړي او په دې لړ کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزير سره هم خبرې اترې کېږي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ته د امریکا د سفر بلنه د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلېنکن ورکړې وه.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان او د هغه د ړنګ شوي حکومت یو شمېر لوړپوړو وزیرانو تور پورې کړې وو چې د دوی حکومت د امریکا په مرسته لرې کړل شوی وو.

خو امریکا او په پاکستان کې د هغه وخت اپوزېشن دواړو دا تور رد کړی وو.

دا راپور د امریکا غږ ډیوه راډیو له وېبپاڼې اخېستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG