د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتین: طالبانو سره دې پوځ نه بلکې قامي مشران خبرې وکړي


پشتین: طالبانو سره دې پوځ نه بلکې قامي مشران خبرې وکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:14 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دعوه کړې چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو لپاره جرګې د "پوځ په خواهش" جوړې شوي دي چې پکې د ولس اصلي استازي نه شته. منظور پشتین د جون پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې پوښتنه وکړه چې له ټي ټي پي سره مذاکرات ولې کېږي؟ پشتین وویل، ایا دا خبرې یو ځل بیا قبایلي سیمو ته طالبانو د ورتګ لپاره کېږي؟ ده زیاته کړه چې د سولې مخالف نه دی خو دا پوښتنې ځکه کوي چې په سیمه کې د یوې بلې جګړې د پیلېدو اندېښنې لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د جون پر لومړۍ نېټه یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته ورسېده چې هلته د ټي ټي پي له مشرانو سره د سولې خبرې وکړي. په جرګه کې یوشمېر قامي مشران، پخواني چارواکي او د پارلېمان غړي شامل دي. د پاکستان حکومت او پوځ رسماً د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي. له منظور پشتین سره مرکه واورئ.

XS
SM
MD
LG