د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ضلعي انتظاميې په نشو د روږدو خلکو د درملنې کمپاين پيل کړی


په نشه روږدی يو تن او د هغه هيروين (انځور له ارشيفه)
په نشه روږدی يو تن او د هغه هيروين (انځور له ارشيفه)

د پېښور ضلعي انتظاميې د مې له ۲۴مې نېټې راهيسې د اړوندو محکمو په مرسته په دې ښار کې په نشه د روږدو کسانو د نيولو او د هغوی د درملنې او بيا بحالۍ چارو کمپاين پيل کړی دی.

د صوبايي حکومت د ولسي خيرښېګڼې ادارې يو چارواکي نور محمد د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د نشه يي توکيو پرضد د پېښور د کمېشنر په مشرۍ په روان کمپاين کې يې تر دې دمه د دې ښار له بېلا بېلو سيمو په نشه روږدي ۸۰۰ کسان اوچت کړي او د بيا بحالۍ په موجودو څلورو مرکزونو کې يې داخل کړي دي.

د نور محمد په خبره، په نشه د اخته کسانو د بيا بحالۍ چارې درې مياشتې وخت نيسي. نوموړی هغه سرکاري ټيليفون شمېره هم راښيي چې د يوې کورنۍ يا چم ګاونډ کسان پرې په نشه د روږدي يو کس په اړه حکومت ته معلومات ورکولی شي.

موږ يو هيلپ لاين لرو چې خلک پرې په ټيليفون کولو، موږ سره په نشه د روږدو کسانو په اړه معلومات شريکولی شي
نور محمد

دی وايي: "په اولني فرصت کې مریضانو ته د بدن درد دوايانې او سيروم ورکول کېږي. د ايډز يا نورو جدي ناروغيو لپاره يې طبي معاينات هم کېږي. د بیا بحالۍ له څلورو مرکزونو څخه يو يې سرکاري او درې نور شخصي دي. د مریضانو له درې مياشتنۍ بحالۍ وروسته، موږ د دوی لپاره د تربيې، هنري زده کړو او د روزګار موندلو يو پروګرام لرو. ۰۹۱ – ۹۲۱۴۰۲۹ زموږ سرکاري هيلپ لاين دی. د يوې کورنۍ يا چم ګاونډ کسان پر دې شمېره موږ سره رابطه او په نشه د روږدي يو کس په اړه معلومات راکولی شي."

حکومت په نشو د اخته کسانو د درملنې او بيا بحالۍ په چارو کې په پېښور کې له فعالو ځينو غير سرکاري ادارو هم مرسته غوښتې ده. له هغو څه يو د دوست ويلفير فاونډيشن په نوم ياديږي. د دې ادارې وياند طارق خان د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، دوی له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې په نشو د روږدو کسانو درملنه کوي. نوموړي زياته کړه، حکومت په روان کمپاين کې له نيوليو ۸۰۰ کسانو څخه ۴۰۰ دوی ته ورکړي چې درملنه او بيابحالي يې وشي.

هغه زیاتوي: "دلته هر يو مریض ته د دوو هفتو لپاره دوايانې ورکول کېږي چې د نشې طلب او د هغې زور ورختم کړو. تر هغې وروسته د رواني امراضو پوه يو ډاکټر ورته راځي چې د دوی پر ژوند او هغو حالاتو خبرې ورسره وکړي چې له وجې يې دوی نشو ته مخه کړې وي. موږ د مريضانو له کورنيو سره هم رابطې کوو چې د دوی د بيابحالۍ په چارو کې يې ښکېل کړو. په نشه يو روږدی کس په شاوخوا درو مياشتو کې بېرته روغ شي او موږ يې حکومت ته حواله کړو چې د هنري زده کړو په پروګرام کې يې شامل کړي.

د کومې نشې کوونکي ډير دي؟

دا چې په پېښور کې دا مهال زيات کسان په کومو نشو اخته کېږي او حکومت د نشه يي توکيو د کاروبار د مخنيوي لپاره هم څه کوي او که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور د کمېشنر وياند فيروز شاه وايي چې پوليسو او د مخدره موادو ضد ادارې د نشه يي توکيو د خرڅوونکو پرضد عمليات پيل کړي دي.

هغه زیاتوي: "په اييس او هيروېن د اخته کسانو شمېر زيات دی. هغه کسان چې موږ نيولي او دا مهال تر درملنې لاندې دي، ۳۰ فيصده يې د پېښور او پاتې نور د پنجاب او د خيبرپښتوخوا د بېلا بېلو سيمو دي. د مخدره موادو ضد اداره، ايکسايز اينډ ټيکسيشن محکمه او پوليس، په ګډه کوښښ کوي چې صوبې ته د نشه يي توکيو د رسد او د هغو د خرڅلاو مخنيوی وکړي. د شکر ځای دی چې دوی ترډېره په دې کار کې کامياب شوي دي. موږ په دې اړه د خيبر ضلعې له چارواکو سره هم په نيږدې رابطه کې يو. کارروايانې به ترهغې جاري وي چې د نشه يي توکيو سېپلايي په بشپړه توګه قطع شوې نه وي."

د پېښور د کمېشنر وياند فيروز شاه زياته کړه چې د دوی د معلوماتو ترمخه، دا مهال په پېښور کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په نشو اخته دي. د دې کسانو د درملنې او بيابحالۍ چارو لپاره په پېښور کې د يوازيني سرکاري مرکز يو چارواکي جواد خان مشال راډيو ته وويل چې دوی د ۲۰۰ ناروغانو لپاره ځای او نورې ضروري اسانتياوې لري.

په همدې مرکز کې داخل د مانسهرې موسا خان، چې ۳۴ کلن دی او علاج يې تقريباً بشپړ شوی، وايي خوښ دی چې بېرته له نشې څخه پاک ژوند ته د ګرځېدو په حال کې دی. "له اته نيولې تر لسو کالو مې پوډر او اييس، دواړه نشې کړې دي. زه په خپله خوښه دې هسپتال ته راغلم او شکر دی اوس ډېر ښه يم. له وروڼو بېل کور لرم، واده مې کړی او پينځه بچي مې دي. دلته خياطي رازده کوي. قاري صيب هم راځي، موږ ته لمونځ اودس، دعاګانې او د دين په اړه نور ضروري مسايل راښيي."

د خيبرپښتونخوا د ولسي خيرښېګڼې ادارې چارواکي نور محمد د دې صوبې د چيف سېکرټري په حواله وويل چې ژر ده د نشه يي توکيو پرضد د کمپاين لړۍ اول پېښور ډويژن او وروسته د صوبې نورو ضلعو ته هم وغځول شي.

XS
SM
MD
LG