د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر پښتونخوا کې د نشو د مخنيوي په اړه په صوبايي اسمبلۍ کې بحث


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

په خېبر پښتونخوا کي د نشي توکو زياتوالي، د دې د رسد مخنيوي او په نشو د اخته کسانو درملنې لپاره په حکومتي مرکزونو جوړولو خبرې شوې دي.

د اګست پر ۲۳مه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې د مخالفه ګوندونو غړي او پخواني صوبايي وزير عنایت الله وينا وه چې په صوبه کې د نشو استعمال مخ په زیاتېدو دی او دا مهال د ايس پرته نوي خطرناک نشیې مواد هم کارول کیږي.

د اسمبلۍ له غونډې وروسته مشال رېډيو سره په خبرو کې د عنایت الله وينا وه چې دس ويلر په نوم نوي نشيي مواد مارکيټ ته راغلي چې په لارو کوڅو کې هم په دغه نوم ياديږي، استعمال يې زيات شوې دې."د نشو د څارنې يوې ادارې د ۲۰۰۱۳زکال د یو راپور ترمخه په پاکستان کي ۷۰ لکه خلک نشیې مواد کاروي. شاوخوا ۴۰ لکه بیا په نشیې موادو عادت شوي دي چې پکې ۱۰ فيصده خلک خيبر پښتونخوا سره تعلق لري. د وخت تيريدو سره به دا شميرې نورې هم زياتې شوې وي نو دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده او حکومت له يې د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کول پکار دي."

په پاکستان کې که څه هم له ډيرې مودې راهيسې بېلا بېل نشيي مواد کارول کېږي خو له تيرو څو کلونو راهيسې هلته د ميتام فيټامين يا ايس په نوم نشه کول زیات شوي چې يوشمېر ځوانان او ان ځينې ښځې هم پرې اخته شوې دي.

د ډاکټرانو په وينا چې دا نشه د انسان مرکزي عصبي نظام اغېزمنوي او د نورو نشو پرتله زياته خطرناکه او تاواني بلل کېږي.

خو له مومندو د عوامي نېشنل ګوند منتخب استازي نثار مومند د اسمبلۍ غونډې ته وويل چې د دس ویلر په نوم دغه نوې نشه ډيره خطرناکه ده او دا په څو ورځو کې انسان ختموي. "په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کي د دغې نشې د خطرناکو اثراتو په اړه راپورونه راغلي دي او ډېر ځوانان پرې اخته هم دي نو مخنیوی يې پکار دی."

د مخالفه ګوندونو یوې بلې غړې شګفته ملک غونډې ته وويل چې په لارو کوڅو کې نشيي توکې خرڅول کيږي خو حکومت يې مخنيوي لپاره څه کوټلي ګامونه پورته نکړل."زه د پېښور په ټاون سيمه کې اوسيږم. ما د خپل کور په مخ کې د سړک پر غاړه سړي او زنانه ليدلي چې نشې کوي. حکومت له پکار دي چې کوم خلک دا نشيي توکې خرڅوي پرضد دې کاروايي وکړي."

د اپوزيشن ګوندونو غړيو د وينا په ځواب کې د محنت او مزدورۍ صوبايي وزير شوکت یوسفزي وويل چې د دغه نوي نشیې موادو په هکله حکومت ته ځیني داسې راپورونه راغلي دي چې دا له ايرانه پاکستان ته راوړل کيږي خو حکومت يې هڅې کوي چې د نشیې موادو په قاچاق کې ککړ کسان ونیسي.

نوموړي مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د نشیې موادو د مخنیوي لپاره په ۲۰۱۹ز کال کي پښتونخوا اسمبلۍ یو قانون منظور کړې وو چې ترمخه يې په ۸۷ خطرناکو نشیې موادو بندېز لګول شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG