د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد تعلیمي ادارو کې ګڼ زده کوونکي په ایس روږدي دي: شهریار اپریدی


د ایس نومې پر نوې نشې ګڼ روږدي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:10 0:00

د ایس نومې پر نوې نشې ګڼ روږدي دي

اسلام اباد - د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر وايي، د اسلام اباد په لویو تعلیمي ادارو کې ګڼ زده کوونکي د ایس یا کرېسټل په نوم نشه کوي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

شهریار اپریدي د ډېسېمبر پر ۱۸مه د اسلام اباد د پولیسو په یوه مرکز کې د ماشومانو د ساتنې او پالنې په اړه یوې غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې د لویو تعلیمي ادارو ۷۵ فیصده نجونه او ۴۵ فیصده هلکان د ایس په نوم نشه کوي.

ده د یوې سروې یا نظر پوښتنې حواله وکړه او ویې ویل چې په ښوونځیو کې دا نشه يي مواد خرڅېږي. اپریدي د نظر پوښتنې سرچینه هم یاده نه کړه او د دې لوړ شمېر زده کوونکو په اړه یې نور کره معلومات هم ورنکړل.

ده دعوه وکړه چې د ښوونځیو په دوکانونو او هوټلونو کې د چاکلېټ یا نورو شیرینیو (ټافیانو) په کاغذونو کې ایس خرڅېږي چې زده کوونکي یې اخلي او استعمالوي یې.

اپریدي وویل، کله چې یې شمېر یا ارقام تر لاسه کړ نو له وزیراعظم عمران خان سره یې شریک کړل او دا چې حکومت یوه کړنلار جوړه کړې چې ورسره سم به ژر هغه کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي چې د دې نشې کاروبار کوي.

په اسلام اباد کې د تعلیمي چارو پوه عمر اورکزی وايي، د زده کوونکو د مور و پلار په ګډون حکومت هم د خپلو ذمه واریو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی نو ځکه په تعلیمي ادارو کې زده کوونکي په نشو روږدي کېږي.

ایس یا کرېسټل مېت اېمفېټامین یو ډول کیمیاوي مواد دي چې د سېګرېټو په څېر څښل کېږي یا د پیچکارۍ یا ستن له لارې د وینې بهیر ته انتقالېږي او د پوهانو په وینا، سخت نشه يي اغېز لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د ایس په نشه د روږدو کسانو د درملنې بنسټ دوست وېلفېیر فاونډېشن چارواکی ګل حیدر وايي، د ایس له استعمال سره یو کس دا فکر کوي چې وجود یې ډېر ژوندی، له توانایۍ ډک او تېز شوی دی. دی وايي، د ایس تر کارونې وروسته سړي ته خوب نه ورځي، ویښ وي خو دا نشه پر مغزو خورا بد اغېز کوي او سړی ورباندې ژر روږدی کېږي.

دی وايي، خوب د ژوند مهمه برخه ده او د دې نشې له کبله که یو کس درې ورځې خوب ونکړي نو ظاهره ده چې پر مغزو او اعصابو به یې بد اغېز کېږي.

ګل حیدر زیاتوي چې حکومت ته په کار دي چې په تعلیمي ادارو کې د ایس یا کرېسټل په نوم د نشې په اړه زده کوونکو ته پوهاوی ورکړي او دیني عالمان هم دې کار لپاره وکاروي.

XS
SM
MD
LG