د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا امن جرګه: د وژل شوي محمد زاده له کورنۍ سره شوې ژمنې دې پوره شي


محمد زاده د نومبر پر اتمه نېټه وژل شوی وو. انځور له ارشېفه
محمد زاده د نومبر پر اتمه نېټه وژل شوی وو. انځور له ارشېفه

پښتونخوا امن جرګې د يوې مظاهرې په کولو سره له حکومته غوښتي چې د وژل شوي ټولنيز فعال محمد زاده کورنۍ سره شوې ژمنې دې پوره او د نشه يي موادو سوداګر دې ونيول شي.

په پېښور کې د اپريل پر دويمه په مظاهره کې شامل د جرګې يو غړي اصف زمان وويل چې که د خیبر پښتونخوا حکومت پر ژمنو عمل ونکړ نو دوی به له روژې وروسته پراخې مظاهرې وکړي.

هغه زیاته کړه چې حکومت ژمنه کړې وه چې د نشه يي موادو د کاروبار د مخنيوي لپاره به سخت ګامونه پورته کوي.

ده وویل، "موږ خپله دا غوښتنه تکراروو چې د محمد زاده د کورنۍ لسو غړو ته دې نوکرۍ ورکړل شي، هغه ته دې ملکي جايزه (سېول ايوارډ) ورکړل شي او کورنۍ سره دې یې د شهدا پيکيج په اندازه مالي مرسته وشي."

پښتونخوا امن جرګه: سوات کې دې د نشه یي توکیو د مافیا خلاف عملیات وکړل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې لپاره پيژندل شوی محمد زاده د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر اتمه نېټه په سخاکوټ کې وژل شوی وو.

حکومت ويلي چې د هغه د قتل په تور یې دوه کسان نيولي او د نوموړي کورنۍ دوو غړيو ته یې د سرکاري نوکريو په ورکولو سربیره له هغو سره مالي مرسته هم کړې ده.

د محمد زاده تر وژنې وروسته خلکو د هغه مړی د احتجاج په توګه په درګۍ بازار اېښی وو خو د خیبر بښتونخوا د وزیراعلی محمود خان له لورې د نومبر پر نهمه نېټه د ملاکنډ ډپټي کمسشنر الطاف احمد او مرستيال کمشنر فواد خټک له خپلو دندو څخه تر ليرې کولو وروسته خاورو ته سپارلی وو.

XS
SM
MD
LG