د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه کې په نشه د روږد کسانو علاج ته مرکز پرانستل شوی


د نشه یې توکیو او جرمونو پرضد د ملګرو ملتونو ادارې "یو این او ډي سي" مطابق په پاکستان کې دا مهال څه باندې ۶۷ لاکه کسان په نشو اخته شوي دي. (انځور: ارشیف)
د نشه یې توکیو او جرمونو پرضد د ملګرو ملتونو ادارې "یو این او ډي سي" مطابق په پاکستان کې دا مهال څه باندې ۶۷ لاکه کسان په نشو اخته شوي دي. (انځور: ارشیف)

په خیبر پښتونخوا کې د احساس ویلفیر ارګنایزېشن په نامه د خیر ښېګړې ناحکومتي ادارې ویلي چې د خیبر په باړه او تیرا کې په سلګونه ځوانان د ايس په نشه روږد شوي دي.

د دې ادارې کارکونکي وایي چې په نشو روږدو ځوانانو لپاره یې په باړه تحصیل کې د بیا بحالۍ او علاج مرکز پرانستی او ډير زر به په تیرا کې هم د دې یوه څانګه پرانیزي.

د احساس ویلفیر ارګنایزېشن یو مشر سیف الله اپریدي مشال راډیو ته وویل چې ایس ډيره خطرناکه نشه ده.

د ده په وینا، د ماشومانو مور او پلار ته په کار ده چې د خپلو بچیو په ورځیني ژوند او کړه وړه نه ځان خبر وساتي.

سیف الله اپریدي وویل، "په باړه او تیرا کې چې کوم کسان په دې نشو روږدي شوي باید د بیا بحالۍ مرکزونو ته یوړل شي، هغه ځکه چې علاج یې ممکن دی."

ده وویل چې دا مهال ورسره په باړه کې تر ۴۰ ناروغان دي او علاج یې روان دی.

نوموړي زیاته کړه، "د مومندو په مرکز کې مو په دې تیره لنډه موده کې لږ تر لږه د ۱۰۰ کسانو کامیاب علاج کړی او اوس خپل کار روزګار کوي."

د خیبر ولسي وګړي وایي پکار ده چې د ايس نشې د قاچاق مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

دوی غوښتنه کوي چې باید د دې نشي موادو جوړولو ځایونه ختم کړل شي او په کاروبار کې ککړو کسانو پرضد کاروایي وشي.

د نشه یې توکیو او جرمونو پرضد د ملګرو ملتونو ادارې "یو این او ډي سي" مطابق په پاکستان کې دا مهال څه باندې ۶۷ لاکه کسان په نشو اخته شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، د صحت په سرکاري مرکزونو کې دومره استعداد نشته چې د دې ټولو متاثره شوو کسانو علاج تر سره کړي.

د خیبر پولیسو او نشي توکو ضد اداره وايي، دوی په دې وروستو کې په باړه او تیرا کې د نشي موادو تیرولو یو شمیر کارخانې ړنګ کړې دي په لویه کچه یې ايس، چرس او هیروین نیولي او د دې نشي موادو په کاروبار کې ککړو کسانو ته یې د قانون مطابق سزاګانې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG